کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپريدي د نوين الحق سره د شخړې په اړه څه وويل؟ دلته يې ولولئ
شاهد اپريدى او نوين الحق (3)

شاهد اپريدي د نوين الحق سره د شخړې په اړه څه وويل؟ دلته يې ولولئ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد خان اپريدى چې اوسمهال په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشري هم په غاړه لري، د پرونۍ پېښې په اړه تازه ټويټ کړى دى.

پرون د نوين الحق او محمد عامر ترمنځ د لوبې پر مهال لفظي شخړه رامنځته شوه، چې د لوبې پاى ته رسېدو وروسته، چې لوبغاړو يو بل ته لاس ورکول، د شاهد اپريدي او نوين الحق ترمنځ د جملو تکرار وشو، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوه.

شاهد اپريدي تازه په خپل ټويټر کې ياده ويډيو خپره کړې ده او ورته يې ليکلي دي: ((ما دغه ځوان لوبغاړي ته مشوره ورکړه چې لوبه کوه او بده ژبه مه کاروه.))

شاهد اپريدى همدا راز په خپل ټويټ کې ليکي: ((زه د افغانستان لوبډله کې ډېر ملګري لرم او زموږ ښې اړيکې دي. د خپلې لوبډلې لوبغاړو او د مخالفې لوبډلې لوبغاړو درناوى کول د لوبې روح دى.))


خو که چېرته تاسې د شاهد اپريدي ياده ويډيو وګورئ، نو په واضحه توګه پکې ليدل کېږي، چې هغه له نورو لوبغاړو ته په خندا لاس ورکوي، خو کله چې نوين الحق سره مخ شي، نو ناڅاپي يې د مخ خندا ورکه شي او له ډېرې غصې څخه هغه ته خبرې پيل کړي.

د شاهد اپريدي له څېرې په واضحه توګه ښکاره کېږي، چې هغه نوين الحق ته مشوره نه ده ورکړې، بلکې غصه يې ښکاره کړې ده، چې د هغه دا کار په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو غندلى دى.

په دې اړه په خپله نوين الحق هم يو ټويټ کړى دى، خو هغه زيات څه نه دي ليکلي او يوازې د رييس احمدزي ټويټ يې ريټويټ کړى دى او هغې ته يې (نو بال) ليکلي دي.


د يادولو وړ ده چې پرون د نوين الحق او رحمان الله ګربز لوبډلې (کنډي ټسکرز) د شاهد اپريدي او محمد عامر لوبډلې (ګال ګليډيټرز) ته د ٢٥ منډو په توپير ماتې ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا …