کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې کرنټين شو

محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي، د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان، ځوان توپ اچونکى ظاهر خان او همدا راز کم عمره افغان لوبغاړى نور احمد لکڼوال اسټراليا ته تر رسېدو وروسته هلته کرنټين شوي دي.

څلور واړه لوبغاړي د نومبر په ٢٧مه نېټه له هېواده د اسټراليا پر لوري روان شوي و، چې هلته به په بيګ باش سياليو کې ګډون کوي.


له دوى څخه مخکې راشد خان بيا اسټراليا ته رسېدلى و، هغه له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته تللى و او په سډني کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين و، چې لا يې هم کرنټين پاى ته نه دى رسېدلى.

د کورونا په دې اوسني حالت کې هر ځاى چې د کرکټ تجارتي ليګونه يا نړيوالې سيالۍ ترسره کېږي، نو د لوبو له پيل څخه مخکې ټول لوبغاړي کرنټين کېږي او همدا راز د کورونا ټېسټونه يې هم ترسره کېږي.

نور احمد لکڼوال په خپل ټويټر کې اسټراليا ته له رسېدو او د کرنټين پر مهال يو تازه عکس اخيستى او په ټويټر کې يې خپور کړى دى. نوموړي له عکس سره ليکلي دي، چې د کرنټين لومړۍ ورځ.


که څه هم محمد نبي، مجيب الرحمان او ظاهر خان د کرنټين په اړه څه نه دي ويلي، خو بيګ باش کې برخه اخيستونکي ټول لوبغاړي به د ١٤ ورځو لپاره کرنټين وي او نور احمد لکڼوال، محمد نبي، مجيب الرحمان او ظاهر خان څلور واړه ګډ اسټراليا ته تللي دي.


د يادولو وړ ده چې سږکال په بيګ باش سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي برخه لري، چې راشد خان د اډلايډ سټرايکرز، محمد نبي او نور احمد لکڼوال د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان بيا د ميلبورن سټارز لوبډلو سره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ مهالوېش

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ مهالوېش اعلان شو، ١٠ ورځو کې ٢٩ لوبې ترسره کېږي

په متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي ابوظهبي ١٠ اوريزه کرکټ ليګ مهالوېش اعلان …