کورپاڼه / بېلا بېل / آیا چاکلیټ او کافي به له نړۍ څخه ختم شي؟
چاکليټ او کافي

آیا چاکلیټ او کافي به له نړۍ څخه ختم شي؟

د تودوخې د درجې او د موسمي بدلونونو په سبب به ځینې خوراکي توکي زموږ له ورځني ژوند څخه ختمه شي، چې له دې توکو څخه یو د کافي او بل د چای نوم اخیستلی شو.

ویل کېږي چې د کافي او چای مینوالو لپاره بد خبر دادی چې تر ۲۰۸۰ کاله پوري به کافي له نړۍ څخه ختمه شي. نو هغه څوک چې د کافي مینوال وي ښه توګه استفاده دې ورځني وکړئ او خوند دې ترې واخلئ.

د نړیوالې تودوخې د درجې په ډېرېدو سره به په هغه سیمو کې چې کافي ترې ترلاسه کېږي تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د امکان تر حده کمښت راشي.

ویل کېږي چې تر ۲۰۸۰ پورې به د کافي ټول ځنګلي ډولونه تقریباً له منځه لاړ شي. د کافي د ترلاسه کوونکو هیوادونو څخه یو یې د تنزانیه هیواد دی، چې له تېرو پنځوسو کلونو څخه یې د کافي پیداوار نیمایي شوی دی.

دغه راز د آلو په اړه، چې د ترکارۍ یا خواړو پادشاه هم ګڼل کېږي، د انګلیستان رسنۍ وایي، چې په انګلیستان کې په کال ۲۰۱۸ کې د آلو په پیداوارو کې یو په څلورو برخو کمی راغلی دی.

بله خوا د کاکو په اړه ویل کېږي، چې په نږدې راتلوونکي وخت کې به د موسمي بدلونونو په سبب له منځه لاړي. دغه راز ویل کېږي چې کاکو په ډېره تودوخه کې یو څه نمۍ یا رطوبت ته اړتیا لري، ترڅو روغ پاتې شي او له منځه لاړ نه شي

وایي چې د نړۍ دوہ پر درې برخې د کاکو تولیدونکي هیوادونه اندونیزیا او افریقایي هیوادونه دي چې اوسمهال یې د کاکو پر ځای د نورو فصلونو په کرلو پیل کړی دی.

ویل کېږي چې په راتلوونکو څلویښتو کلونو کې به د ګانا او آئیوري په سیمو کې د تودوخې درجه دوه سانتي ګریډټه پورته شي، چې په همدې دلیل به د چاکلیټو ترلاسه کول هم پای ته ورسېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ورزشي بوټان جوګرز

ګرانبيه ورزشي بوټان چې ٤ ميليونه ډالر بيه لري

دا ورزشي بوټان د Bicion له لوري د Mache Custom Kicks سره په ګډه په …