کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز ته ماتې ورکړه او دريمه بريا يې په خپل نوم کړه
تيسارا پريرا

د سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز ته ماتې ورکړه او دريمه بريا يې په خپل نوم کړه

د نوين الحق درې ويکټو هم کنډي ټسکرز له ماتې ونه ژغورله، ټسکرز په توپوهنه کې ناکامه شوه، چې د ٥٤ منډو په توپير سټالينز لوبډلې د ټسکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) ٨مه لوبه د جافنا سټالينز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې جافنا سټالينز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر تيسارا پريرا ٦٨، دنانجايا ډي سلوا ٦١ او مينود بهانوکا ١٥ منډې وکړې.

د کنډي ټسکرز له لوري نوين الحق په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، نوموړي د سټالينز دواړه مهم لوبغاړي چې پنځوسيزې يې وهلې وې، په يو اور کې وسوځول، همدا راز اصيله ګونارتنى ٢ او نوان پراديپ ١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٦ منډو هدف په تعقيب کې د کنډي ټسکرز لوبډلې په ١٧.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې او د ٥٤ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري برينډن ټيلر ٤٦، اصيله ګونارتنى ٣١ او کوشل مينډس ٢٠ منډې وکړې. همدا راز رحمان الله ګربز په ٦ منډو وسوځېده او نوين الحق هم ٤ منډې ترلاسه کړې.

د جافنا سټالينز لوبډلې له لوري عثمان شينواري په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سورانګا لکمل، تيسارا پريرا او ونيندو هراسنګا ٢-٢ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه تيسارا پريرا ته ورکړل شوه.

دا د جافنا سټالينز ٣مه لوبه وه، چې خپله دريمه لوبه کې يې هم بريا خپله کړه او د ٦ نومرو په ترلاسه کولو سره په جدول کې لومړي مقام ته لاړه، همدا راز د کنډي ټسکرز څلورمه لوبه وه، چې دريمه ماتې يې وخوړه.

د يادولو وړ ده چې نوين الحق بيا تراوسه پورې په لنکا پريمئير ليګ کې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې دي. نوموړي په ٤ لوبو کې ٨ لوبغاړي سوځولي دي او تر ټولو مخکې دى.

نوين الحق (2)

سبا په لنکا پريمئير ليګ کې کومه لوبه نشته او د دسمبر په دريمه نېټه به لومړۍ لوبه د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالينز او دويمه لوبه د ډمبوله وايکينګ او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا د اول پړاو وروستۍ لوبه په ریکارډ جوړولو سره وګټله

سریلانکا لوبډلې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د ریکارډ په جوړولو سره پای ته ورسوله …