کورپاڼه / تجارتي ليګونه / افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي
افتاب عالم

افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى چې په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې اخيستل شوى و، وايي چې د ناروغۍ له امله بېرته هېواد ته راستنېږي.

افتاب عالم په لنکا پريمئير ليګ کې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې اخيستى و، چې نوموړى د نومبر په ١٩مه نېټه له افغانستان څخه سريلانکا ته تللى و، تر څو هلته په سياليو کې ګډون وکړي.

خو هغه تراوسه پورې يوازې په يوه لوبه کې ګډون کړى دى.

نوموړي تازه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې هغه ناروغ دى او د خپلې ناروغۍ له امله د لنکا پريمئير ليګ سيالۍ په نيمايي کې پرېږدي او بېرته هېواد ته راستنېږي.

نوموړى ليکي: ((د لنکا پريمئير ليګ کې له اخيستل کېدو وروسته سريلانکا ته راغلم، دلته اوه ورځې قرنطين او بيا نوره ناروغي هم شوه، چې نهه ورځې قرنطين مې تېر کړو.))

افتاب عالم په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((د ناروغۍ له لاسه مې لومړۍ لوبه کې هم ګډون ونه شو کړاى، د کورونا شپږ ټيسټونه مې وکړل چې الحمدالله کورونا نه وم.))

افتاب عالم پوسټ

هغه وايي: ((له پرون راهيسې مې بيا هم تبه ده او زما د ناروغۍ له وجې زما مور هم شديده ناروغه ده، چې تل خفه او مريضه وي، نو غوره مې وګڼله چې لنکا ليګ په نيمايي کې پرېږدم او خپل کور (افغانستان) ته لاړ شم، تر څو له خپلې خوږې مورجانې سره يو ځاى او د ښه صحت خاوند شم.))

افتاب عالم همدا راز له دې پوسټ سره د کورونا ټېسټ پايله هم شريکه کړې ده او تر څنګ يې د درملو عکسونه هم خپاره کړي دي.

د يادولو وړ ده چې افتاب عالم د جافنا سټالينز پر وړاندې يوازې په يوه لوبه کې ګډون وکړ، چې په دغه لوبه کې نوموړي د ډمبوله وايکينګ لپاره ٣ اورونه ترسره کړل، ٢٢ منډې يې ورکړې او ١ ويکټ يې واخيسته.

Loading...

دا هم ولولئ

عبدالله مزاري

پخوانى ملي لوبغاړى عبدالله مزاري د کرکټ غلاوې رابرسېره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى عبدالله مزاري د کرکټ بورډ د چيرمېن په …