په اوسني وخت کې د کار کولو او پېسو ګټلو ډېرې زياتې لارې د خلکو په وړاندې دي، چې اوسمهال په ميليونونو کسان په کورونو ناست او له انټرنېټه ډېرې په اسانۍ پېسې ګټي.
خو ايا تاسې پوهېږئ چې په دې برخه کې ځناور هم تر چا شاته نه دي او تر ډېرو خلکو ډېرې پېسې د انلاين لارو څخه ګټي؟ نن درته د همداسې يو سپي په اړه معلومات درکوو.
دا سپى چې تاسې په پورته عکس کې وينئ، دا کوم عادي سپى نه دى، بلکې د مشهور اپليکېشن انسټاګرام مشهور سپى دى، چې له ١٠ ميليونو څخه زيات تعقيبوونکي لري.
View this post on Instagram
دا سپى (جف پوم) يا (Jiff Pom) نومېږي، چې ستر ستر شرکتونه د ده له اکاونټ څخه د خپلو اعلانونو په بدل کې ده ته ډېرې پېسې ورکوي.
په انټرنېټ نظر څارونکې يوې وېبپاڼې د هغه سپو يو ليسټ خپور کړى دى، چې ډېر مينه وال لري او ډېرې پېسې ګټي، په دغه ليسټ کې د جف پوم نوم په لومړي سر کې راغى دى.
د جف پوم سپي مالک د ده په مرسته د کال شاوخوا پنځه ميليونه امريکايي ډالر ګټي. ويل کېږي چې نوموړى د جف پوم د انسټاګرام اکاونټ څخه د يو پوسټ په بدل کې شاوخوا ٤٥ زره امريکايي ډالر اخلي.
View this post on Instagram
هسې خو په انسټاګرام کې نور هم ډېر سپي شته چې اکاونټونه لري، خو جف پوم بيا تر ټولو مخکې دى او تر ټولو زيات تعقيبوونکي لري، چې له دې امله تر ټولو زياتې پېسې هم ګټي.
که تاسې د دې سپي انسټاګرام اکاونټ ته لاړ شئ، نو دا د يو موډل په څېر ښکاره کېږي، د دې سپي مالک د هغه لپاره بېلا بېل ډول کالي اغوندي چې په هغې کې يې عکسونه او ويډيوګانې جوړوي او د هغه له انسټاګرام څخه يې خپروي. د هغه هر يو پوسټ سلګونه زره لايکونه اخلي.
View this post on Instagram