د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي د نوموتو پخوانيو لوبغاړو سچن ټنډولکر، ريکي پونټينګ او کمار سنګاکارا د چټکو ١٢ زره منډو ريکارډ مات کړ.
ويراټ کوهلي نن د اسټراليا پر وړاندې په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ١٢٠٠٠ منډو جوړولو هدف پوره کړ او په دې سره د نړۍ تر ټولو چټک توپوهونکى شو، چې په کمو منډو کې يې دا هدف ترلاسه کړ.
1️⃣2️⃣,0️⃣0️⃣0️⃣ ODI runs for Virat Kohli 🔥
He has become the fastest batsman to reach the milestone, in just 242 innings 🤯 #AUSvIND pic.twitter.com/H0XlHjkdNK
— ICC (@ICC) December 2, 2020
ويراټ کوهلي ١٢ زره منډې په ٢٤٢ لوبو کې ترلاسه کړې، چې له سچن ټنډولکر يې دا هدف ٥٨ لوبې ژر پوره کړ، سچن ټنډولکر په ٣٠٠ لوبو کې ١٢٠٠٠ منډې پوره کړې وې.
له ويراټ کوهلي او سچن تڼدولکر پرته ريکي پونټينګ په ٣١٤، کمار سنګاکارا په ٣٣٦، سانت جى سوريا په ٣٧٩ او مهيلا جى وردنى په ٣٩٩ لوبو کې د ١٢٠٠٠ منډو هدف پوره کړى و.
د هند کرکټ ملي لوبډلې دې مخکښ توپوهونکي همدا راز نور ډېر ريکارډونه هم جوړ کړي دي، خو د نړيوالو يو ورځنيو لوبو دا ريکارډ يې ښايي تر کلونو کلونو پورې څوک مات نه کړاى شي.
٣٢ کلن ويراټ کوهلي په تېره لوبه کې بيا په ټولو نړيوالو سياليو کې د ٢٢٠٠٠ منډو هدف ته هم ځان رسولى و، چې په دې توګه د نړۍ اتم لوبغاړى شو، چې دومره ډېرې منډې يې په نړيوالو سياليو کې ترلاسه کړې دي.
هغه په ټېسټ لوبو کې ٢٧ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٤٣ سليزې هم وهلي دي او د سچن ټنډولکر په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د سليزو ريکارډ ته هم ورنږدې دى او ښايي په راتلونکي نږدې وخت کې د سچن ټنډولکر دا ريکارډ هم مات او په خپل نوم يې کړي.
د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم ويراټ کوهلي ته په کمو لوبو کې د ١٢٠٠٠ منډو جوړولو باندې مبارکي ورکړې ده.
12000 Runs for the King @imVkohli many congratulations bhai 👍🏻👍🏻
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) December 2, 2020