کورپاڼه / هنر او کلتور / د مصر تاريخي سيمه کې د بېباکه عکسونو په اخيستو موډله بندي شوه
سلمى الشيمي ١

د مصر تاريخي سيمه کې د بېباکه عکسونو په اخيستو موډله بندي شوه

د مصر په تاريخي سيمه (د مصر اهرام) کې يوې موډلې داسې بېباکه عکسونه اخيستي دي، چې اوس امنيتي ځواکونو نيولې او بندي کړې يې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دا موډله سلمى الشيمي نومېږي او ويل کېږي چې د فرعون د وخت په بېباکه کاليو کې يې عکسونه اخيستي دي.

سلمى الشيمي وروسته له هغې تر سختو نيوکو لاندې راغله، کله چې يې د مصر اهرام کې اخيستل شوي عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې.

سلمى الشيمي ٢

د دې عکسونو او ويډيوګانو له خپرېدو وروسته خلکو او ټولنيزو فعالانو پر هغې سختې نيوکې وکړې او له حکومت څخه يې د هغې پر وړاندې د قانوني ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

د مصر د لرغونو اثارو ادارې يو مسوول د دې عکسونو له خپرېدو وروسته امنيتي ځواکونو ته امر کړى، چې د سلمى الشيمي په نوم موډله دې ژر تر ژره ونيسي او د يادو عکسونو او ويډيوګانو په اړه دې پلټنې وکړي.

نوموړي له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې موږ هيچا ته دا اجازه نه ورکوو چې په تاريخي سيمو کې دې د فرعون د وخت بېباکه کاليو کې عکسونه واخلي.

هغه همدا راز ويلي، چې د مصر په تاريخي ځايونو کې دا ډول عکاسي کول غېر قانوني کار دى او هر څوک چې دا ډول کار وکړي، قانون به يې پر وړاندې په حرکت کې راشي.

سلمى الشيمي ٣

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې سلمى الشيمي به هر وخت دغه ځاى ته ورتلله، خو د تېر په څېر دا ځل هم ياد ځاى ته په عبايا (برقعه يا حجاب) کې ورغلې وه او هلته يې بيا وروسته عبايا ليرې کړې وه او دا عکسونه يې اخيستي و.

په ټولنيزو رسنيو کې د سلمى الشيمي پر وړاندې د خلکو غصه هم ډېره راپارېدلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ودیا بالان: ویب سریزونو (ویب لړیو) ته ډېرې پاملرنې، د ډېرو هنرمندانو فکرونه بدل کړي

د بالیووډ مشهورې هنرمندې ودیا بالان منلې، چې ویب سریزونو یا فلمونو ته د خلکو …