کورپاڼه / خبرونه / “درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ
نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي شاهد اپريدي ته په ټويټر کې ځواب ورکړى دى.

شاهد اپريدي پرون په يو ټويټ کې د نوين الحق سره د شخړې په اړه ليکلي و، چې د هغه په ټويټ کې نوين الحق هغه ته يو ځل بيا ځواب ورکړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې دا زما مسئله نه بلکې زموږ د ټولو خلکو په اړه ده.

دوه ورځې وړاندې په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز لوبډلو د لوبې پر مهال د نوين الحق او پاکستاني محمد عامر ترمنځ لفظي شخړه وشوه، چې د لوبې له ختمېدو وروسته شاهد اپريدي له نوين الحق سره شخړه وکړه.

د شاهد اپريدي او نوين الحق د يادې شخړې ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره لاس په لاس شوه.

وروسته شاهد اپريدي په ټويټر کې وليکل، چې هغه دغه ځوان لوبغاړي (نوين الحق) ته يوازې دومره وويل، چې خپله لوبه کوه او بد چلند مه کوه. هغه ليکلي و، چې په افغان لوبډله کې ډېر ملګري لري او له هغوى سره ښې اړيکې لري. هغه وايي، چې د لوبې بنيادي اصول دا دي چې خپلو لوبغاړو او د مخالفې لوبډلې لوبغاړو ته درناوى وکړې.

د شاهد اپريدي ياد ټويټ ته نوين الحق په خپل ځواب کې ليکلي دي، چې زه تل چمتو يم چې مشورې ومنم او لوبغاړو ته درناوى وکړم، ځکه چې کرکټ د ښاغلو لوبه ده.

نوين الحق همدا راز ليکي، خو کله چې څوک تاته ووايي، تاسې زموږ تر پښو لاندې يئ او تر ښو لاندې به مو پاتې شئ، دا نو بيا يوازې زما په اړه خبره نه ده، بلکې دا زما د خلکو په اړه ده.


نوموړي همدا راز په هشټاګ کې ورته دا هم ليکلي دي، چې درناوى وکړه، نو درناوى به دې وشي.

د يادولو وړ ده چې کله تاسې د شاهد اپريدي هغه ويډيو وګورئ، چې هغه پکې له نوين الحق سره مخ کېږي، نو د شاهد اپريدي له څېرې څخه په واضحه ډول ښکاره کېږي، چې هغه د نوين الحق پر وړاندې څومره له سپکاوي ډکه خوله کاروي.

د شاهد اپريدي په دې کار په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو پراخ غبرګون ښکاره کړى دى او ډېرى خلکو ليکلي دي، چې اوس وخت د شاهد اپريدي نه دى او بايد د يوه مشر لوبغاړي په توګه چلند وکړي، نه چې اوس هم له ځانه ماشوم جوړ کړي.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …