کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند په دريمه لوبه کې اسټراليا ته ماتې ورکړه
هارديک پانډيا ١

هند په دريمه لوبه کې اسټراليا ته ماتې ورکړه

د هارديک پانډيا د ښې توپوهنې او د شردل ټاکر د ښې توپوهنې په مټ د هند لوبډله په دې وتوانېدله چې په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د اسټراليا لوبډلې ته د ١٣ منډو په توپير ماتې ورکړي.

د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو دريمه يا وروستۍ لوبه په کانبرا کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې هند پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه ترسره کړه.

هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣٠٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې هارديک پانډيا ٩٢ ناسوځېدلې، رويندرا جډيجا ٦ ناسوځېدلې، ويراټ کوهلي ٦٣ او شوبمن ګيل ٣٣ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري اشټون اګر ٢، اډم زمپا، سين ابوټ او جوش هازلووډ ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٣٠٣ منډو هدف په تعقيب د اسټراليا لوبډلې په ٤٩.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٩ منډې وکړې او په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې د ١٣ منډو په توپير ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ارون فنچ ٧٥، ګلين ميکسويل ٥٩، اليکس کيري ٣٨، اشټون اګر ٢٨، موسيس هينريکس ٢٢ او کيمرون ګرين ٢١ منډې وکړې.

د هند له لوري شردل ټاکر، جسپريت بومرا او ټي ناټا راجن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، ټاکر ٣، بومرا او ناټاراجن ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز رويندرا جډيجا او کلديپ يادو هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هارديک پانډيا ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه سټيو سميت ترلاسه کړه.

د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې اسټراليا بيا د ٢-١ سره بريا خپله کړه.

په نننۍ لوبه کې د هند له لوري ټي ناټاراجن او د اسټراليا له لوري کيمرون ګرين خپلې لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، همدا راز ډيويډ وارنر د ټپي کېدو له امله په نننۍ لوبه کې ونه لوبېده.

Loading...

دا هم ولولئ

افغانستان او ايرلېنډ

افغانستان په تمريناتي لوبه کې ايرلېنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو ترمنځ يوه تمريناتي ٤٥ اوريزه لوبه ترسره شوې ده، چې …