کورپاڼه / خبرونه / “يوازينى پاچا چې په تخت ناست دى او څوک ترې شکايت نه کوي”
کريس ګيل

“يوازينى پاچا چې په تخت ناست دى او څوک ترې شکايت نه کوي”

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د شل اوريزو لوبو غوره توپوهونکى کريس ګيل نن سبا په کومو سياليو کې ګډون نه کوي او په خپل هېواد کې د رخصتۍ ورځې تېروي.

کريس ګيل په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې ډېر فعال دى او هره ورځ خپل تازه عکسونه له خپلو مينه والو سره خپروي، چې په سلګونو زره خلک يې عکسونه خوښوي.

يونيورس باس چې د جمايکا هېواد اوسېدونکى دى، تازه په انسټاګرام کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې د طلايي رنګ په پاچاهي چوکۍ کې يې اخيستي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by KingGayle 👑 (@chrisgayle333)


کريس ګيل له دې عکسونو سره ليکلي دي: ((يوازينى پاچا چې په تخت (چوکۍ) ناست دى او هېڅوک ترې شکايت نه لري.)) هغه همدا راز له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې ماسکونه دې په مخ وتړي.

کريس ګيل چې د کرکټ د نړۍ ستر توپوهونکى دى، د دې تر څنګ هغه د کرکټ په نړۍ کې يو کوميډي انسان هم ګڼل کېږي، وخت نا وخت د نوموړي داسې ويډيوګانې هم خپرېږي، چې ډېرې لاس په لاس کېږي.

کريس ګيل په دې وروستيو کې په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېده او له هغه وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو، هغه په لنکا پريمئير ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو هلته يې له لوبېدو څخه انکار وکړ.

نوموړي د ويسټ انډيز لپاره ١٠٣ ټېسټ، ٣٠١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٥٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه د ټېسټ لوبو په يوه لوبه کې ٣٣٣ منډې هم ترلاسه کړې دي.

نوموړي په ټېسټ کې ٧٢١٤، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٠٤٨٠ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٦٢٧ منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي همدا راز ٤١١ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي او ١٣٥٨٤ منډې يې کړې دي، چې دا د يو توپوهونکي له لوري تر ټولو زياتې منډې هم دي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز مينه والو ته پېغام لري + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى چې د ابوظهبي ټي …