د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق سره د پاکستاني لوبغاړو شاهد اپريدي او عامر خان له شخړې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ هم رامېدان ته شو.
د نوين الحق سره پاکستاني لوبغاړو شاهد اپريدي او نوين الحق د لنکا پريمئير ليګ په لوبه کې شخړه کړې وه، چې نه يوازې پاکستاني رسنيو، بلکې پاکستانيانو يې هم په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.
اوس تازه د افغانستان کرکټ بورډ د نوين الحق په تړاو يو پوسټ کړى دى، چې په ٢٠١٨ کال کې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام پر مهال يې د هغه لاسته راوړنې شريکې کړې دي.
نوين الحق په ٢٠١٨ کال کې د ١٩ کلنو نړيوال جام کې د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لرله او افغان لوبډله يې سيمي فاينل يا نيمه پايلوبې ته رسولې وه.
کرکټ بورډ په فېسبوک کې ليکلي: ((نوين الحق هغه افغان لوبغاړى دى چې کرکټ لوبه يې د کابل له ښوونځيو پيل او په کمه موده کې يې د ښو لوبو له امله په بهرنيو ليګونو کې هم د نړيوالو پام ځانته راګرځولى دى.))
@imnaveenulhaq successfully led the Afghan U19 team that reached the Semis of U19 CWC in 2018. The team under Naveen’s leadership also produced some other notable names who have went on to represent Afghanistan and perform well across various other teams in league cricket. pic.twitter.com/4lOKy5IsGc
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) December 2, 2020
کرکټ بورډ د ٢٠١٨ کال د ١٩ کلنو نړيوال جام پر مهال د افغان لوبډلې هغه عکس خپور کړى دى، چې نوين الحق يې مشري کوي. په دې عکس کې د نوين الحق تر څنګ قېس احمد، رحمان الله ګربز، ظاهر خان او نور افغان ځوان لوبغاړي هم ليدل کېږي، چې په خپله وړتيا يې په ١٩ کلنو جام کې مخکښ رول لوبولى و.
کرکټ بورډ همدا راز د ٢٠١٨ کال د ١٩ کلنو جام پر مهال د افغانستان د لوبو معلومات هم شريک کړي دي، چې افغانستان د پاکستان لوبډلې ته د ٥ ويکټو په توپير، د سريلانکا لوبډلې ته د ٣٢ منډو په توپير او د نيوزيلېنډ لوبډلې ته د ٢٠٢ منډو په توپير ماتې ورکړې وې او همدا راز له پاکستان سره يې وروستۍ لوبه د باران له امله نه وه ترسره شوې.
د يادولو وړ ده چې نوين الحق په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې په ٤ لوبو کې يې ٨ لوبغاړي سوځولي دي او تراوسه پورې يې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې دي.
د نوين الحق له محمد عامر او بيا له شاهد اپريدي سره د شخړې ويډيوګانې ډېرې لاس په لاس کېږي او د پاکستانيانو تر څنګ پاکستاني رسنۍ هم د نوين الحق په اړه له سپکاوي ډک راپورونه خپروي.