کورپاڼه / خبرونه / کریم صادق: د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو نه ورکوم
کريم صادق

کریم صادق: د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو نه ورکوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپوهونکی کریم صادق وايي، چې هغه له افغانستان او افغانانو سره ځانګړې مینه لري، له سختو ورځو سره عادي دی او د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو هم نه ورکوي.

کریم صادق دا خبرې په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي او وايي چې دا خبرې وروسته له هغې لیکي، چې د امریکا وېزه يې ترلاسه کړې وه، خو اوس يې وېزه ختمه شوه او هغه امریکا ته د ملګرو د بیا بیا اصرار وروسته هم لاړ نه.

نوموړی په خپل پوسټ کې لیکي: ((د افغانستان یو مازیګر په پنځه براعظمو هم نه ورکوم، تېر کال مې د امریکا وېزه ترلاسه کړه، چې یو جعلي ټورنمنټ ته دعوت شوی وم، ببا چې خبر شوم، خبره ورانه ده، نو راته وايي خپل ټکټ وکړه او راشه.))

هغه مخکې لیکي: ((همدې وخت کې کورونا هم زور ولګولو او مشکلات مې زیات شول، په ډیر کمه اندازه بورډ معاش راکولو چې زما د موټر د تیلو او سکول ماشومانو ګزاره او کار ورباندې کیدلو خپله د سختو ورځو سره عادي یم.))

کريم صادق په خپل پوسټ کې وايي: ((زما د ماشومتوب ډیر دوستان چې اوس امریکه او کاناډا کې ژوند کوي ډیر تشویق کړم چې راشه خپل ژوند جوړ کړه افغانستان نه جوړیږي د هر ماشوم په سر اته سوه ډالر هم درکوي نو کار ته هم ضرورت نه لرې، امن ده خوشحالي ده، څه کوې شل کاله دې افغانستان ته منډې وکړی څه فایده درته وکړه یواځې د ولس مینه نه علاوه روزانه به یی تشویقولم چې راشه.))

هغه د خپل پوسټ هدف هم بیانوي او ليکي: ((دا ده نن مې د ویزې وخت پای ته ور سیدلو خبره مې دې پوره کوله چې زه افغانستان او افغانانو سره ډیره مینه لرم، نه غواړم چې افغانستان پریږدم د یو افغان نه هم زیات نه یم چی هغوی مشکل تیروي زه دی هم تیر کړم او پخپل غیرتي ذات الله ج یقین او باور لرم چی انشاالله دغه بدې ورځې به ختمې شي او افغانستان به د سولی څښتن شي او مونږ افغانان به د یو بل سره وروڼو په څیر ژوند کوو.))

کریم صادق مخکې ليکي: ((نوټ ژوند کې مې هیچاته هم بد نه دي رسولي بعضې مخالف او شیطانان چې زما له شهرت څخه بخیل دي د هر طرف مې د کمزوري کولو کوشش کوي خو تر اوسه دوی ته دغه خبره معلومه نه شوه چې عزت او ذلت د الله په لاس کې ده ما ټولو ته بخنه کړي.))

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا …