کورپاڼه / بېلا بېل / په نړۍ کې په لومړي ځل په لابراتوار کې جوړه شوې غوښه پلور ته وړاندې شوه
د چرګ غوښه ١

په نړۍ کې په لومړي ځل په لابراتوار کې جوړه شوې غوښه پلور ته وړاندې شوه

په سنګاپور کې به له دې وروسته چرګانو ته اړتيا نه وي، ځکه په لومړي ځل به دغلته په رستورانتونو کې هغه غوښه خلکو ته وړاندې شي، چې په لابراتوار کې جوړه شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) د يو راپور په وېنا، امريکايي شرکت (ايټ) ورته ويلي دي، چې د دوى په لابراتوار کې جوړې شوې غوښې ته په سنګاپور کې د پلور اجازه ورکړل شوې ده.

د شرکت په وېنا، چې دا په ټوله نړۍ کې د غوښې يا خواړو په برخه کې يو ستر خبر دى، چې د دوى شرکت به هڅه وکړي چې په کمو خطرناکو طريقو غوښه جوړه کړي.

د ايټ شرکت اجراييوي رييس جوش ټيټرک وايي، زما په فکر دا په دې برخه کې يو نوى خبر دى، چې له دې وروسته به يو نوى دور پيل شي.

نوموړى وايي، په راتلونکې کې به داسې لارې لا ډېرې شي، چې د څاروو پرته به خلک غوښې ترلاسه کوي. موږ ښايي يو وخت داسې وخت ته ورسېږو، چې بيا به د غوښې لپاره هېڅ ځناور نه قرباني کېږي او ونې به څوک نه پرې کوي.

د چاپېريال او د ځناورو د ساتنې په برخه کې ورځ تر بلې د خلکو له لوري دا غوښتنې زياتېږي، چې د غوښې ترلاسه کولو لپاره دې له نورو لارو چارو څخه کار واخيستل شي.

په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې په اړه دا هم ويل کېدل، چې ښايي دا غوښه ډېره ګرانه وپلورل شي، خو د ايټ شرکت مسوولين وايي، چې دوى هڅه کوي چې داسې غوښه جوړه کړي چې په ارزانه بيه يې بازار ته وړاندې کړي.

دغه شرکت اوسمهال د چرګانو غوښه جوړوي او وايي چې دوى په دې هڅه کې دي چې هر څه په خوندي توګه ترسره کړي او د ځناورو د سيلونو څخه معياري غوښه جوړه کړي.

د سنګاپور د فوډ اېجنسۍ هم دا خبر تاييد کړى دى چې دوى د اېټ شرکت له لوري په لابراتوار کې جوړې شوې غوښې ته د پلور اجازه ورکړې ده.

دوى وايي، چې په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې په اړه دوى څېړنې وکړې او دا غوښه خوندي او معياري ده، نو ځکه يې ورته د پلور اجازه ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

ورزشي بوټان جوګرز

ګرانبيه ورزشي بوټان چې ٤ ميليونه ډالر بيه لري

دا ورزشي بوټان د Bicion له لوري د Mache Custom Kicks سره په ګډه په …