کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپريدي د ٣ پرلپسې ماتو وروسته لنکا پريمئير ليګ پرېښود
شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د ٣ پرلپسې ماتو وروسته لنکا پريمئير ليګ پرېښود

په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټر لوبډلې لوبډلمشر شاهد اپريدي د خپلې لوبډلې د ٣ پرلپسې ماتو وروسته د ياد ليګ پرېښودو خبر ورکړى دى او وايي چې په عاجله توګه پاکستان ته ځي.

شاهد اپريدي په يو ټويټ کې ويلي دي، چې هغه د ځينو شخصي ستونزو له امله په عاجله توګه پاکستان ته ځي. هغه ليکي، چې د حالاتو له سمېدو وروسته به بېرته لنکا پريمئير ليګ ته راشي او له خپلې لوبډلې ېسره به يو ځاى شي.


د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، چې تراوسه يې درې لوبې ترسره کړې دي او په درې واړه لوبو کې يې ماتې هم خوړلي دي.

څو ورځې وړاندې د ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ په لوبه کې شاهد اپريدي د افغان لوبغاړي نوين الحق سره شخړه هم کړې ده.

شاهد اپريدى چې په نړيوال کرکټ کې هم په شخړو پېژندل کېده، په دغه لوبه کې وروسته له هغې، چې کله نوين الحق او پاکستاني محمد عامر د لوبې پر مهال له يو بل سره لفظي شخړه وکړه، نو وروسته شاهد اپريدي هم له نوين الحق سره د محمد عامر په سر خوله ګډه کړه.

په ياده لوبه کې د شاهد اپريدي لوبډلې ماتې وخوړه او کله چې د لوبې په وروستيو کې لوبغاړو يو بل ته لاسونه ورکول، نو شاهد اپريدي په دغه وخت کې نوين الحق ته په ډېره غصه کې خبرې وکړې، چې هغه هم ځواب ورکړ.

وروسته شاهد اپريدي په دې تړاو يو پوسټ هم وکړ او وې ليکل، چې ياد ځوان لوبغاړي (نوين الحق) ته يې مشوره ورکړه، چې کرکټ کوه او له بد چلند څخه تېر شه، خو په ځواب کې ورته نوين الحق وليکل، چې کرکټ د ښاغلو لوبه ده او زه د هر چا مشورې منم، خو کله چې څوک درته داسې څه ووايي، چې خبره يوازې شخصي نه بلکې د خلکو وي، نو بيا نه کېږي. هغه همدا راز ورته ليکلي و، چې درناوى وکړه، درناوى به دې وشي.

د يادولو وړ ده چې هغه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، په واضحه ډول ترې ښکاري، چې شاهد اپريدى په څومره غصه ډول نوين الحق سره خبرې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

حيدراباد د راتلونکي اى پي ايل لپاره راشد خان او محمد نبي له ځان سره وساتل

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ٢٠٢١ کال پړاو لپاره ټولو لوبډلو ساتل شوي …