ډېری کسان د تازه مېوو جوس له ښو او روغتیایي خوړو له جملې څخه شمېرې، چې بیا یې د سهارنۍ پرمهال هم استعمالوي. خو اوسمهال (کونسلټو) ویب سایټ په یوه لیکنه کې ویلي دي، چې یوه پیاله تازه جوس د انسان بدن ته درې ډوله خطرونه متوجې کولی شي. لیکنه زیاتوي، چې ددې خطرونو سبب پخپله په جوسو کې د موجودې بورې او نورو توکو شتون دی، چې د روغتیا لپاره زیانمن تمامېدلی شي.
راځئ چې له دې دریوو خطرونو په اړه دا لیکنه ولولو او په پوره توګه ترې خبر شو!
۱- د وزن ډېرېدل:
ویل کېږي چې هره ورځ د جوسو څښل د انسان په بدن کې د موجودو انسولینو پر وړاندې تر ډېره مزاحمت کوي، چې په پایله کې د وینې د شکر کچه ډېروي او بیا په همدې ډول د خېټې په شاوخوا کې وازده ډېرېږي او د چاغوالی سبب یې ګرځي.
۲- د شکر ناروغي:
د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورځ د مېوو تازه جوس څښي، نو د شکر د دویم ډول ناروغۍ خطر یې ډېرېدلی شي. ویل کېږي چې دا خطر یې د هغه کسانو په پرتله ډېر وي، چې د مېوو د خوړلو عادت لري.
۳- د زړه ناروغي:
د هاروډ پوهنتون د یوې څېړنې له مخې، چې ترسره کړې یې ده، ویل کېږي، هغه کسان چې د تازه جوسو د څښلو عادت لري، په زرو کسانو کې یو سلو اته شپېته یې د زړه د ناروغیو په وجه د مرګ سره مخامخ کېږي. څېړنه زیاتوي چې د دوی د مرګ یا د زړه د ناروغیو تر ټولو لوی علت د دوی د جوسو څښلو عادت دی، چې هره ورځ یې څښي او په دې ډول یې د زړه حرکت ډېرېږي، چې په پایله کې بیا له مرګ سره هم مخامخ کېږي.
بله خوا ویل کېږي، چې د تازه مېوو د جوسو استعمال د بدن انرژي برابروي او د ځینو ناروغیو سربېره د وزن په کمولو کې هم ګټور تمامېدلی شي.