د بادامو شېدې د غذایې توکو، خوند او د ښه بوی په سبب په ټوله نړۍ کې په زیاته اندازه استعمالېږي. د Bold sky ویب سایټ پر وینا ویل کېږي، چې د بادامو شېدې د انسان پر روغتیا ډېرې ښې اغېزې پرېباسي، چې د ښه خوند ترڅنګ ښکلې غذا هم ګڼل کېږي. د بادامو شېدې له ټولو هغه توکو څخه مشهور ګڼل کېږي، چې له بادامو څخه تیارېږي.
د بادامو شېدې او د جوړولو طریقه یې:
- د شپې لخوا دوه پیالې بادام په اوبو کې واچوئ
-
بیا یې سهار له اوبو څخه بېل او چاڼ کړئ. – وروسته له بادامو پوستکی لېرې کړئ او ښه یې میده کړئ.
-
بیا په میده شوو بادامو کې اوبه واچوئ او تر دوو دقیقو یې ګډ کړئ.
-
تیارې شوې شېدې له څلورو څخه تر پنځو ورځو پورې په یخچال کې کېږدئ.
څېړونکي وایي، چې د بادامو شېدې د هغه کسانو لپاره یو ښه بدیل دی، چې د غواګانو شېدې نه استعمالوي. دغه راز د هغه کسانو لپاره هم ګټور تمامېږي چې د سبو د خوړلو عادت لري. ویل کېږي، چې د بادامو شېدې په ډېره اندازه ویټامینونه او معدني مواد لري، چې عبارت دي له ویټامین ایي، رایبو فلاوین، ویټامین ډي، مس، زنک، کلسیم، میګنیزیم او فاسفورسو څخه.
د بادامو د شېدو ګټې:
۱- وزن کموي:
ویل کېږي چې د بادامو په شېدو کې د تودوخې درجه کمه او د شکر اندازه یې ښکته ده، چې په همدې سبب نه پرېږدي، چې د بدن وزن ډېر شي.
۲- په وینه کې د شکر اندازه برابروي:
د بادامو شېدې نه پرېږدي چې په وینه کې د شکر اندازه ډېره شي. دغه راز د شکر ناروغانو ته مناسبې شېدې ګڼل کېږي، چې د کاربوهایډریټ لرونکي دي او کاربوهایډریټ د وینې شکر برابر ساتي.
۳- هډوکي ځواکمنوي:
د بادامو په شېدو کې ویټامین ډي او کلسیم شتون لري، چې د هډوکو د ځواکمنولو سبب ګرځي.
۴- د زړه ساتنه کوي:
ویل کېږي، چې د بادامو په شېدو کې په مناسبه اندازه غوړ شتون لري، د مثال په توګه مونوسریټوریټ فیټي اسید او پولي ساسټریټ فیټي اسد چې د زړه لپاره ګټور تمامېږي.
۵- د رګونو ساتنه کوي:
ویل کېږي چې د بادامو شېدې د ویټامین ای ښه وسیله ده، چې د بدن حجرې له زیان څخه ژغوري. دغه راز سوخت هم ختموي.
۶- ذهني فشار کموي:
وایې چې د بادامو په شېدو کې موجود ویټامین ای د الزایمر ناروغۍ او د ذهني فشار لپاره ګټور تمامېږي.