کورپاڼه / بېلا بېل / د مارغانو په څېر الوتونکى سړى
ژانګ شوپنګ ٣

د مارغانو په څېر الوتونکى سړى

د چين ژانګ شوپنګ د خپل هېواد لومړنى سړى دى چې د ونګ سوټ (هغه کالي چې دى يې په مرسته الوځي) په مرسته د مارغانو په څېر الوځي.

ژانګ شوپنګ په دې وروستيو کې د چين په هنان ايالت کې د غرونو په منځ کې د الوتنې ننداره وړاندې کړې ده. نوموړي په دې سختو غرونو کې د ٢٣٠ کلو متر په ساعت په چټکوالي سره الوتنه ترسره کړې ده.

د نوموړي د سور رنګ دا کالي په ١٠ زره امريکايي ډالرو په امريکا کې جوړ شوي دي، چې پرې د چين د ستر دېوال عکس هم جوړ شوى دى.

ژانګ شوپنګ ١

ژانګ شوپنګ وايي، کله چې په غرونو کې الوتنه کوي او د الوتنې لپاره د غره سر ته خېژي، نو د زړه درزا يې چټکه شي، خو د الوتنې پر مهال ډېر ارامه احساس کوي، بالکل لکه د مارغانو په څېر.

نوموړى وايي، چې د دې کاليو اغوستلو وروسته زه په هوا کې د مارغانو په څېر يو لوري بل لوري ته تللى شم، همدا راز خپله الوتنه چټکه او ورو کولاى هم شم.

ژانګ چې کله دا ځانګړي کالي واغوندي او د غره له سره الوت پيل کړي، نو د هوا د فشار سره يې د دې کاليو ځانګړې برخې سختې شي چې هغه سره د الوتنې پر مهال مرسته کوي. د څه وخت لپاره د مارغانو په څېر په هوا کې د الوتنې وروسته هغه د پيراشوټ په مرسته بېرته ځمکې ته راکوزېږي.

ژانګ شوپنګ ٢

ژانګ شوپنګ وايي، چې د هغه کورنۍ هم د هغه د دې خطرناکې الوتنې ملاتړ کوي او هغه ته ډاډ ورکوي، خو په خپله هم نوموړى د خونديتوب ټولو لارو چارو ته ډېره پاملرنه کوي.

په چين کې د کورونا تر کنټرول وروسته ژانګ شوپنګ يو ځل بيا تمرينات پيل کړي دي، هغه تراوسه پورې له زرو څخه زيات ځل الوتنې ترسره کړې دي.

ژانګ په ٢٠١١ کال کې دا الوتنه پيل کړې ده، هغه د اسيا لومړنى ونګ سوټ ورزشکار دى، چې د خپل هېواد لپاره يې په نړيوالو سياليو کې مډالونه هم ګټلي دي.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …