کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / لنکا پريمئير ليګ: نن ګليډيټرز له سټالينز او وايکينګ له ټسکرز سره مخ کېږي
رحمان الله ګربز

لنکا پريمئير ليګ: نن ګليډيټرز له سټالينز او وايکينګ له ټسکرز سره مخ کېږي

د لنکا پريمئير ليګ کې نن هم دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالينز او دويمه لوبه به د ډمبوله وايکينګ او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ګال ګليډيټرز د جافنا سټالينز پر وړاندې

د لنکا پريمئير ليګ ٩مه لوبه د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيلېږي.

جافنا سټالينز په روان ليګ کې تر ټولو مخکښه لوبډله ده، چې خپلې درې واړه لوبې يې ګټلې دي، خو ګال ګليډيټرز بيا تر ټولو وروسته روانه ده او په درې واړه لوبو کې يې ماتې خوړلې دي.

د ګال ګليډيټرز لوبډلمشر شاهد اپريدى هم ښايي نننۍ لوبه کې ونه لوبېږي، ځکه هغه پرون په يو ټويټ کې ويلي دي، چې د کورني مشکل له امله په عاجله توګه پاکستان ته ستنېږي. ويل کېږي چې د هغه کوچنۍ لور په روغتون کې بستر ده. د افغانستان چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى هم له ګال ګليډيټرز سره لوبېږي.

ډمبوله وايکينګ د کنډي ټسکرز پر وړاندې

د لنکا پريمئير ليګ ١٠مه لوبه د ډمبوله وايکينګ او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٧ بجې پيلېږي.

ډمبوله وايکينګ په درې لوبو کې دوه برياوې خپلې کړې دي او د ٤ نومرو سره په دريم مقام کې ده، خو د کنډي ټسکرز لوبډلې بيا په ٤ لوبو کې درې ځل له ماتې سره مخ شوې ده.

افتاب عالم چې له وايکينګ لوبډلې سره لوبېده، تېره ورځ يې په يو پوسټ کې ويلي و، چې هغه ناروغ دى او د ناروغۍ له امله بېرته هېواد ته راستنېږي. همدا راز د سميع الله شينواري په اړه هم تراوسه پورې معلومات نشته چې هغه به ولوبېږي او که نه.

په کنډي ټسکرز کې بيا رحمان الله ګربز او نوين الحق مهم لوبغاړي دي، خو رحمان الله ګربز په وروستيو دوه لوبو کې ښه ونه ځلېده، نوين الحق بيا په تېره لوبه کې ٣ لوبغاړي سوځولي دي او په روان ليګ کې يې تراوسه پورې تر ټولو زياتې ٨ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى

لنکا پريمئير ليګ: نن رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ کېږي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په …