کورپاڼه / ليکنې / د افغانستان لپاره چا ډېرې لوبې ترسره کړي؟
اصغر افغان، محمد شهزاد او محمد نبي

د افغانستان لپاره چا ډېرې لوبې ترسره کړي؟

د افغانستان ملي لوبډلې په ٢٠٠٩ کال کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو ترسره کولو وياړ ترلاسه کړ او په لومړي ځل يې د سکاټلېنډ سره لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

اوسمهال چې افغانستان د اى سي سي بشپړ غړيتوب لري، په ټولو فارمېټونو کې لوبې ترسره کوي، خو تر ټولو زياتې لوبې يې بيا يو ورځنۍ ترسره کړي دي.

افغانستان ٤ ټېسټ، ١٢٦ نړيوالې يو ورځنۍ او ٨١ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، چې په ټېسټ کې يې ٢، يو ورځنيو کې يې ٥٩ او شل اوريزو لوبو کې يې ٥٥ لوبې ګټلې دي.

د افغانستان ملي لوبډله په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ښه ځلېدلې ده او د نورو لوبډلو لپاره هم په دې فارمېټ کې سرخوږى جوړېږي.

نن درته د افغانستان د هغه لوبغاړو په اړه معلومات درکوو، چې د افغانستان لپاره يې په زياتو نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى.

محمد نبي

محمد نبي

د ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي چې د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې هم ګډون درلود، د افغانستان لپاره ١٢٤ لوبې ترسره کړې دي، هغه د افغانستان په ٢ لوبو کې ګډون نه دى کړى او نورو ټولو لوبو کې لوبېدلى دى.

نوموړى يوازينى لوبغاړى دى چې د افغانستان لپاره يې دومره زياتې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.

محمد نبي په ١٢٤ لوبو کې د ٢٧.٨٢ په اوسط ٢٧٨٢ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې زياتې ١١٦ منډې هم کړې دي.

نوموړي په ١٢٤ لوبو کې ١٣٠ ويکټې هم ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٣٠ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي دي. د هغه اکانومي ٤.٢٨ ده.

محمد نبي د افغانستان په لومړۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې وه.

اصغر افغان

اصغر افغان

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان دويم هغه لوبغاړى دى چې د افغانستان په لومړۍ لوبه کې يې ګډون درلود او تراوسه پورې لوبېږي، هغه د افغانستان لپاره ١١١ لوبې ترسره کړې دي.

اصغر افغان په ١١١ لوبو کې د ٢٤.٥٤ په اوسط ٢٣٥٦ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٠١ زياتې منډې دي.

محمد شهزاد

محمد شهزاد

محمد شهزاد د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې نه دى لوبېدلى، خو هغه تر ډېره پورې د افغانستان مخکښ پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى و. نوموړى دريم لوبغاړى دى چې د افغانستان لپاره يې زياتو لوبو کې ګډون کړى دى.

محمد شهزاد د افغانستان لپاره ٨٤ لوبې ترسره کړې دي، چې د ٣٣.٦٦ په اوسط يې ٢٧٢٧ منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي په يوه لوبه کې ١٣١ ناسوځېدلې منډې هم ترلاسه کړې دي.

سميع الله شينوارى

سميع الله شينوارى

د ملي لوبډلې الراونډر سميع الله شينوارى هم د افغانستان يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې پرلپسې د افغانستان لوبډلې لپاره لوبېدلى او د (مسټر ناټ اوټ) په نوم هم مشهور و.

سميع الله شينواري هم د افغانستان لپاره ٨٤ لوبې ترسره کړې دي، چې د ٢٩.٢٠ په اوسط يې ١٨١١ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز په يوه لوبه کې يې ٩٦ زياتې منډې هم کړې دي.

همدا راز سميع الله شينواري ٤٦ ويکټې هم ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٣١ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

دولت ځدراڼ

دولت ځدراڼ

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى دولت ځدراڼ چې په ٢٠١١ کال کې يې لوبې پيل کړې دي، هم د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي د افغانستان په ٨٢ لوبو کې ګډون کړى دى.

هغه په ٨٢ لوبو کې ٣٧٦٩ توپونه ترسره کړي دي، چې ٣٤٢٣ منډې يې ورکړي دي او ١١٥ ويکټې يې اخيستي دي. نوموړي په يوه لوبه کې د ٢٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي. د هغه اوسط ٢٩.٧٦ دى او اکانومي يې ٥.٤٤ ده.

د يادولو وړ ده چې رحمت شاه ٧٣، راشد خان ٧١، نجيب الله ځدراڼ ٦٧، ګلبدين نايب ٦٥، نور علي ځدراڼ ٥١، نوروز منګل ٥٩، ميروېس اشرف ٤٦، جاوېد احمدي ٤٤، شاپور ځدراڼ ٤٤ او مجيب الرحمان ٤٠ لوبې ترسره کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ځيرک موبايل

که موبایل مو په اوبو کې ولوېږي، نو داسې یې وچ کړئ

کله چې موبایل په اوبو ولوېږي، نو ټول خلک له یوې طریقې څخه ګټه اخلي، …