کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ٣٠ ميليونه کاله پخواني پړانګ هډوکي پلور ته وړاندې کېږي
پړانګ

د ٣٠ ميليونه کاله پخواني پړانګ هډوکي پلور ته وړاندې کېږي

د سويټزرلېنډ لرغونپوهان راتلونکې اونۍ د هغه پړانګ هډوکي پلور ته وړاندې کوي، چې په وينا يې لسګونه ميليونه کاله پخواني دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په وېنا، د سويټزرلېنډ په جينيوا ښار کې به راتلونکې اونۍ د دې پړانګ (Leopard) هډوکي بولۍ يا ليلامۍ ته وړاندې شي.

د پړانګ هډوکي ١

دا پړانګ چې غاښونه يې د تورو په څېر دي، ١٢٠ سينټي ميټر اوږد دى، چې د دسمبر په اتمه نېټه به يې بولي پيل شي. د دې هډوکي بولي به د ٦٠ زره سويټزرلېنډۍ اسعارو څخه شروع شي او هر چا چې تر ټولو زياته بولي ولګوله، هماغه کس ته به د پړانګ دا هډوکي ورکړل شي.

په راپور کې ويل شوي دي، د لرغونپوهانو په وېنا د دې پړانګ دا هډوکي ٣٠.٧ ميليونه کاله پخواني دي، چې نوي سلنه په خپل حالت کې پاتې شوې دي.

د پړانګ هډوکي ٢

د ليلامۍ د ځاى مسوول برنارډ پيګويټ وايي، د دې هډوکو موندل په زړه پورې دي، موږ د دې هډوکو ځينې برخې د تهري ډي پرنټر په مرسته جوړې کړې دي، ځکه چې ځينې برخې يې نه وې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د پړانګ دا هډوکي د امريکا په ډکوټا کې په ٢٠١٩ کال کې د کيندنو پر مهال موندل شوي دي. ويل کېږي چې تر دې مخکې هم د داسې پړانګ هډوکي ډېر ځل موندل شوي دي چې د تورې په څېر غاښونه لري.

د پړانګ هډوکي ٣

په راپور کې دا هم ويل شوي دي، چې د دې پړانګ هډوکو اخيستلو ته ډېر خلک لېواله دي او داسې ښکاره کېږي، چې ښايي دا هډوکي په لوړه بيه وپلورل شي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …