کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په يوه پاڼۍ او ١٣٤ منډو ويسټ انډيز ته ستره ماتې ورکړه
کين ويليمسن

نيوزيلېنډ په يوه پاڼۍ او ١٣٤ منډو ويسټ انډيز ته ستره ماتې ورکړه

د نيوزيلېنډ لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې د پاڼۍ او ١٣٤ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر په دريمه نېټه په هميلټن کې پيل شوه. د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړى يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د لوبې په لومړۍ ورځ نيوزيلېنډ توپوهنه ترسره کړه او په دويمه ورځ يې هم توپوهنه وکړه، چې د ١٤٥ اورونو لوبې ترسره کولو وروسته يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٥١٩ منډې وکړې او له هغه وروسته يې خپله پاڼۍ ختمه يا ډيکلير کړه.

د دوى له لوري لوبډلمشر کين ويليمسن په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې غبرګه سليزه يې ووهله، نوموړي ٢٥١ منډې وکړې. همدا راز ټام لاتم ٨٦، کيلي جېميسون ٥١ ناسوځېدلې او راس ټيلر ٣٨ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري کيمار روچ او شانن ګبريل ٣-٣ او الزاري جوسيپ ١ ويکټ واخيسته.

د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ١٣٨ منډو وسوځېده، چې تر نيوزيلېنډ ٣٨١ منډې وروسته پاتې شوه. د دوى له لوري جان کيمبل ٢٦، جېسن هولډر ٢٥ ناسوځېدلې، جرمين بلېک ووډ ٢٣ او کريګ بريتويټ ٢١ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري ټيم ساوټي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٤ ويسټ انډيزي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز نيل واګنر او کيلي جېميسون ٢-٢ لوبغاړي وسوځول او ١ ويکټ ټرينټ بولټ هم واخيسته.

د ويسټ انډيز لوبډله د فالو ان سره مخ شوه، چې دويمه پاڼۍ توپوهنه يې هم پيل کړه.

په دويمه پاڼۍ کې د ويسټ انډيز لوبډله په ٢٤٧ منډو وسوځېده او د نيوزيلېنډ د لومړۍ پاڼۍ منډې يې پوره نه کړاى شوې، چې د يوې پاڼۍ او ١٣٤ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري جرمين بلېک ووډ ١٠٤ او الزاري جوسيپ ٨٦ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز کيلي جيميسون ٢، ډاريل مچل، ټرينټ بولټ او ټيم ساوټي ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کين ويليمسن ته ورکړل شوه، نوموړي په دې لوبه کې ٢٥١ منډې ترلاسه کړې، چې دا د ټېسټ په يوه پاڼۍ کې د هغه تر ټولو زياتې منډې هم دي.

دا سيالۍ د اى سي سي ټېسټ چيمپينشپ برخه دي چې نيوزيلېنډ د دې لوبې په بريا سره ٦٠ نومرې ترلاسه کړې، د دوى ترمنځ به دويمه ټېسټ لوبه د دسمبر په ١١مه نېټه په ويلنګټن کې پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …