کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟
محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر محمد نبي د ملي لوبډلې بل لوبغاړی میروېس اشرف په ډالۍ نازولی دی.

په دې اړه میروېس اشرف په خپله فېسبوکپاڼه پوسټ کړی دی، چې د محمد نبي له لوري ورکړل شوې ډالۍ څخه يې مننه کړې ده.

د ملي لوبډلې لوبغاړی میروېس اشرف چې په کندوز ولایت کې ژوند کوي، څو اونۍ وړاندې غلو لوټلی و.

هغه ليکلي و، چې د کندوز او شېر خان بندر په سرک د دوی موټر غلو ودراوه او هر څه يې ترې یوړل.

اوس میروېس اشرف په خپله فېسبوکپاڼه یو عکس خپور کړی دی او وايي چې محمد نبي ورته نوی موبایل ډالۍ کړی دی.

میروېس اشرف ليکلي: ((اتله ډېره زیاته مننه ستاسو له خاص پېرزوینې او اخلاص څخه. اتل نبي عیسی خیل په دغه قیمتي موبایل ونازولم، کور يې اباد ښاد او اباد دې وي.))

نوموړی همدا راز په خپل پوسټ کې ليکي: ((زاړه موبایلونه غلو یوړل. غلو له زړو موبایلو خلاص کړو او له برمت يې د نوي موبایل خاوند شوم.))

د میروېس اشرف سیلفي چې داسې ښکاري په کابل کې د کرکټ بورډ په جیم کې يې اخیستې ده، په لاس کې ورسره دا نوی ایفون موبایل هم لیدل کېږي، چې محمد نبي ورته ډالۍ کړی دی.

د محمد نبي له لوري میروېس اشرف ته په دې ډالۍ د هغه مینه والو نوموړي ته مبارکي ورکړې ده او همدا راز له محمد نبي څخه يې مننه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې محمد نبي څو ورځې وړاندې د مجیب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال سره یو ځای اسټرالیا ته لاړ. نوموړی هلته د بیګ باش سیالیو کې د میلبورن رینیګاډز لوبډلې سره لوبېږي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د میروېس اشرف د لوټلو څخه وروسته د یو بل افغان لوبغاړي ضیا الرحمان اکبر د کور څخه هم غلو دوه موټر بیولي و.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …