کورپاڼه / خبرونه / د اى سي سي د لسيزې غوره لوبډلې ته ٣ افغان لوبغاړي هم نوماندان دي
دولت ځدراڼ، راشد خان او محمد نبي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبډلې ته ٣ افغان لوبغاړي هم نوماندان دي

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د لسيزې د غوره لوبغاړو تر اعلان وروسته اوس تازه د تېرې لسيزې د غوره نړيوالې يو ورځنۍ لوبډلې لپاره هم لوبغاړي نوماند کړي دي.

څو ورځې وړاندې اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي، د ټېسټ لوبو د لسيزې غوره لوبغاړي، د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د لسيزې غوره لوبغاړي، د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې غوره لوبغاړي او ځينو نورو برخو کې د لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې هر څوک د خپلې خوښې لوبغاړي ته رايه ورکولاى شي او هر چا چې ډېرې رايې ترلاسه کړې، هغه به د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلانېږي.

په دې برخه کې په لومړي ځل د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان هم په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند دى.

تازه اى سي سي د هغه لوبغاړو ليسټ هم خپور کړى دى، چې د تېرې لسيزې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبډلې ته نوماند شوي دي، چې پکې درې افغان لوبغاړي هم شامل دي.

لينک: https://www.icc-cricket.com/awards/mens-xi-of-the-decade

په دې لړ کې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان، تجربه کاره الراونډر محمد نبي او چټک توپ اچونکى دولت ځدراڼ شامل دي.

دلته اى سي سي د ١١ کسيزې لوبډلې لپاره ځاى ورکړى دى، چې هر څوک کولاى شي د خپلې خوښې ١١ لوبغاړي انتخاب کړي او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د لسيزې غوره لوبډله جوړه کړي.

دې لوبډلې لپاره د تېرې لسيزې ٥٠ غوره لوبغاړي انتخاب شوي دي، چې تاسې کولاى شئ ١١ غوره او د خپلې خوښې لوبغاړي پکې انتخاب کړئ.

د يادولو وړ ده چې راشد خان په ٧١ لوبو کې د ١٨.٥٤ په اوسط ١٣٣ ويکټې ترلاسه کړې دي، محمد نبي په ١٠٨ لوبو کې بيا ٢٤٥٨ منډې کړې دي او همدا راز ١٢١ ويکټې يې اخيستي دي او دولت ځدراڼ په ٨٢ لوبو کې ١١٥ ويکټې ترلاسه کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …