کورپاڼه / روغتيا / د انناسو حېرانوونکې روغتيايي ګټې
انناس

د انناسو حېرانوونکې روغتيايي ګټې

ویل کېږي چې انناس د جنوبي امریکا مېوه ده او د لومړي ځل لپاره همالته کرل شوې هم ده، چې په ۱۴۹۳ز کال د انګریزانو لخوا په کریبین هیوادونو کې وموندل شوه او بیا یې له ځان سره اروپا ته یوړه او خلکو ته یې ور وپېژندله. وروسته له دې په ۱۶ پېړۍ کې د پرتګال او هسپانې اوسیدونکو لخوا په اسیایي هیوادونو کې وکرل شول، چې بیا په ۱۸ پیړۍ کې چین، برازیل او مکسیکو هم له دې مېوې برخمن شول.

د ځواک، قوت او د روغتیا سرچینه:

د روغتیا په اړه د امریکایانو څخه زیات مختاط خلک نشته، چې په همدې علت یې کېله چې د قوت څخه ډکه مېوه ګڼل کېږي په اول نمبر کې ځای لري او انناس یې بیا په دویم نمبر کې ځای خپل کړی دی.

ویل کېږي چې په ۱۶۵ ګرامو انناس کې ۸۳ کالوري موندل کېږي، چې له کلیسټرول څخه پاک او د ویټامین ای، ویټامین بي او ویټامین سي څخه ډک ګڼل کېږي، دغه راز د پوتاشیمو او مسو سربېره بې شمېره معدني مواد هم لري، چې د ویټامینو کچه یې ۱۰۵ سلنه، میګنیزیم ۶۷ سلنه، مس ۲۰ سلنه، ویټامین بي ۶ یې ۱۱ سلنه، فایبر ۸ سلنه، فولیټ ۷ سلنه او د پینټو جینک اسید کچه یې هم ۷ سلنه ده.

دغه راز انناس د مختلفو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي. ویل کېږي چې انناس د پروټینو په هضمولو، د سرطان څخه په مخنیوي کې هم مرسته کوي او د انټي اکسایډو په لرلو سره بدن د ناوړه توکو څخه ساتي او د زکام، نزلې او نورو ناروغیو ته ګټور تمامېږي.

بدن ته ځواک ورکوي او انټي اکساید لري:

ویل کېږي چې د انناس په جوړښت کې موجود میګنیزیم د انرژۍ په جوړولو کې مرستندویه تمامېږي او هغه حجرې چې نورې له منځه تلوونکي وي، په جوړولو کې هم ښه رول لوبوي.

مالیکولي ځواک:

تاسې به په ماشومتوب کې ډېر اورېدلي وي، چې ګاځرې وخورئ او د سترګو نظر مو تېز کړئ. اوسمهال له یوې څېړنې ثابته شوې چې د ګاځرو استعمال په ځوانۍ کې د نظر د تېزولو لپاره اغېزمن تمامېږي. څېړنه وایي چې په همدې توګه په ورځ کې درې ځله د انناسو خوړل د نظر په تېزولو کې هم مهم رول لوبولی شي.

د زړه، دماغو، سرطان او د بندونو لپاره:

ویل کېږي چې انناس په جوړښت کې ویټامین سي شتون لري، چې دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي او حجرې له ختمېدو څخه ژغوري. دغه راز د زړه د حملې او د بندونو د درد لپاره هم ګټور تمامېږي او هډوکو ته ځواک ورکوي. بله خوا د انناس په جوړښت کې د ویټامین بي شتون ذهني فشار له منځه وړي او د ځینو سرطاني ناروغیو په ختمولو کې هم مثبت اغېز لرلی شي.

د تنفس او حساسیت لپاره ګټور:

ویل کېږي چې د انناس ویټامین سي او پکې موجود د بروملین ماده د پوزې او مرۍ بلغم ختموي او هغه کسان چې له موسمي حساسیت سره مخامخ وي، د انناس په استعمال سره یې ستونزه حل کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …