کورپاڼه / هنر او کلتور / نک جونز: پریانکا چوپړه سره واده زما لپاره د ویاړ خبره ده
پريانکا چوپړه او نک جونز

نک جونز: پریانکا چوپړه سره واده زما لپاره د ویاړ خبره ده

د هندي او هالي فلمونو مشهورې هنرمندې پریانکا چوپړه او د مشهور امريکايي سندرغاړي نک جونز د واده دوه کاله تېره ورځ پوره شو، چې دواړو یو بل ته په ټولنیزو رسنیو کې مبارکي ورکړې.

په انسټاګرام کې پریانکا چوپړه له خپل خاوند سره یو ګډ عکس خپور کړی دی، چې د یو بل لاس يې په لاس کې نیولی او په سرک باندې روان دي.

نوموړې له دې عکس سره خپل خاوند ته ليکلي: ((د واده دویمه کلیزه دې مبارک شه. تل زما سره یو ځای اوسه، ته زما طاقت او کمزوري یې، زه ستا سره ډېره زیاته مینه لرم.))

پریانکا چوپړه دا عکس پرون په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی او تراوسه پورې له یو نیم میلیونو څخه زیاتو کسانو خوښ کړی دی.

د هغې زرګونو مینه والو هم ورته د واده د دویمې کلیزې مبارکي ورکړې ده.

پریانکا چوپړا د خپل واده په اړه یو بل پوسټ هم کړی دی، په دې پوسټ کې نوموړې د خپل واده د وخت ځینې عکسونه خپاره کړي دي.

له دې عکسونو سره هغې ليکلي دي چې د واده دوه کاله پوره شو او دا به د تل لپاره همداسې دوام وکړي.

دا عکسونه چې ۱۳ ساعته مخکې خپاره شوي دي، له دوه نیم میلیونو زیاتو خلکو نوښ کړي دي او لا هم د مینه والو له خوا هغې ته د مبارکۍ پېغامونه لیکل کېږي.

د دې تر څنګ د پریانکا چوپړه خاند نک جونز هم د واده عکسونه خپاره کړي دي. هغه له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې د پریانکا چوپړه سره واده کول زما لپاره د ویاړ خبره ده، چې زه خپل ځان ډېر بختور ګڼم.

د یادولو وړ ده چې لسګونه کامیابو فلمونو کې کارکوونکې هنرمندې پریانکا چوپړه د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د امریکايي سندرغاړي نک جونز سره په هند کې واده کړی و او دواړه اوس د امریکا په لاس اینجلس کې ژوند کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ودیا بالان: ویب سریزونو (ویب لړیو) ته ډېرې پاملرنې، د ډېرو هنرمندانو فکرونه بدل کړي

د بالیووډ مشهورې هنرمندې ودیا بالان منلې، چې ویب سریزونو یا فلمونو ته د خلکو …