کورپاڼه / د لوبو راپورونه / جافنا سټالينز ٤مه بريا او ګال ګليډيټرز ٤مه ماتې وخوړه
فرنانډو

جافنا سټالينز ٤مه بريا او ګال ګليډيټرز ٤مه ماتې وخوړه

د جافنا سټالينز لوبډلې په پرلپسې ډول په څلورمه لوبه کې هم بريا خپله کړه او د ګال ګليډيټرز لوبډلې بيا پرلپسې څلورمه ماتې وخوړه، چې لومړۍ يې د جدول سر او دويمه يې د جدول اخر کې قرار لري.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) ٩مه لوبه د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ګال ګليډيټرز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ګال ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې دانشوکا ګوناتيلاکا ٥٦، چاډويک والټن ٣١، احسن علي ٢٩ او اعظم خان ٢٥ منډې وکړې.

د جافنا سټالينز له لوري ونيندو هاسارنګا ٢، سورانګا لکمل، دنانجايا ډي سلوا او عثمان شينواري ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٧١ منډو هدف د جافنا سټالينز لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په پرلپسې ډول يې څلورمه بريا هم په خپل نوم کړه.

د دوى له لوري اويشکا فرنانډو د ٥ شپږيزو او ٧ څلوريزو په مټ په ٥٩ توپونو ٨٤ او مينود بهانوکا ٤٠ منډې وکړې.

د ګال ګليډيټرز له لوري اسيتها فرنانډو ٢، شيهان جى سوريا، کيلا دناناجايا او دنانجايا لکشن ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اويشکا فرنانډو ترلاسه کړه.

دا د جافنا سټالينز څلورمه لوبه وه، چې څلورمه بريا يې هم خپله کړه او د ٨ نومرو په ترلاسه کولو سره په جدول کې لومړى مقام لري، همدا راز د ګال ګليډيټرز لوبډلې هم دا څلورمه لوبه وه، چې له څلورمې ماتې سره مخ شوه او په جدول کې تر ټولو ښکته قرار لري.

د يادولو وړ ده چې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر شاهد اپريدي په عاجله توګه بېرته پاکستان ته ستون شوى دى او د هغه پر ځاى نن لوبډلمشري بهانوکا راجا پکسا کوله.

نن د لنکا پريمئير ليګ بله لوبه د ډمبوله وايکينګ او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سریلانکا د اول پړاو وروستۍ لوبه په ریکارډ جوړولو سره وګټله

سریلانکا لوبډلې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د ریکارډ په جوړولو سره پای ته ورسوله …