کورپاڼه / بېلا بېل / په ٢٠٢٠ کال کې د ټک ټاک ١٠ تر ټولو زياتې مشهورې او وايرل شوې ويډيوګانې
ټک ټاک نجلۍ

په ٢٠٢٠ کال کې د ټک ټاک ١٠ تر ټولو زياتې مشهورې او وايرل شوې ويډيوګانې

د ټک ټاک مشهور اپليکېشن چې کوچنۍ کوچنۍ ويډيوګانې پکې خپرول کېږي او په ځوانانو کې ډېر زيات مشهور شوى دى، په ٢٠٢٠ کال کې د هغه ويډيوګانو ليسټ خپور کړى دى، چې تر ټولو زياتې خلکو خوښې کړي يا وايرل شوي دي.

د ټک ټاک اپليکېشن نن سبا په افغانستان کې هم ډېر کاروونکي لري او ښايي په دې ويډيوګانې کې ځينې يې تاسې هم ليدلي دي.

د کال په پاى کې چې ټک ټاک د کومو ويډيوګانو دا ليسټ خپور کړى دى، دا په بېلا بېلو کټګوريو وېشل شوى دى، چې ټرېنډز او کريټيرز پکې شامل دي، خو مهمه وجه يې د دې ويډيوګانو وايرل کېدل يا د خلکو له لوري ډېر خوښېدل دي.

که څه هم دا ليسټ کوم څېړنيز نه دى، خو د دې ليسټ يا زياتو کتل شويو ويډيوګانو سره دا معلومات کېداى شي، چې په ټک ټاک کې څه ډول مواد خلک ډېر ګوري يا کومې ويډيوګانې د خلکو خوښېږي.

د ټک ټاک د ١٠٠ زياتو کتل شويو ويډيوګانو څخه يې هغه لس ويډيوګانې چې تر ټولو ډېرې خوښې شوي يا وايرل شوي دي، په لاندې ډول دي:

١٠-: A goose throws it back with @hartyt_

دا ويډيو تراوسه پورې له ٣.٣ ميليونو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده.

٠٩-: Who’s your favorite hero?

په دې ويډيو کې يو ځوان د مشهورو فلمي کردارونو بڼه خپروي، لکه بين ١٠ او سپايډرمېن، دا ويډيو په ټک ټاک کې ٢.٧ ميليونه کسانو خوښه کړې ده، خو په ټويټر کې بيا دا ويډيو ١٥ ميليونه کسانو کتلې ده.

٠٨-: Do you see carrots? Bacon? It’s carrot bacon.

د ګاځرو دا په زړه پورې ويډيو هم وايرل شوه، چې په ټک ټاک کې ٣.٦ ميليونه کسانو لايک کړې ده.

٠٧-: Is it meatier or meteor? Hmmm.

د انګليسي د دوه لفظونو په غلطۍ جوړه شوې دا ويډيو هم خلکو ډېره کتلې ده او ٤.٣ ميليونه کسانو خوښه کړې ده. همدا راز په ټويټر کې هم دا ويډيو ډېرو خلکو کتلې.

٠٦-: Mi Pan

دا کارټوني ويډيو په ټک ټاک کې د خلکو ډېره خوښه شوې ده، دا ويډيو ١٧.٦ ميليونه کسانو لايک کړې ده.

٠٥-: Will wipes it down.

د هالي ووډ فلمونو هنرمند ول سميت په دې ويډيو کې د خپل فلم (مېن ان بلېک) ذکر کړى و، دا ويډيو ١٨.٩ ميليونه کسانو په ټک ټاک کې لايک کړې ده.

٠٤-: Jalaiah shows us how it’s done at the NBA All-Star Game.


د اېن بي اې ال سټار ګېم د نڅا دا ويډيو هم په ټک ټاک ډېره وايرل شوې ده.

٠٣-: The coworker you love to hate because WFH is hard.

دا ويډيو چې په ټک ټاک کې ډېره وايرل شوه، په کور کې د کار پر مهال د زوم ميټنګ په وخت جوړه شوې ده.

٠٢-: Skateboarding his way to fame.

دا ويډيو چې ډېره وايرل شوې ده، په ټک ټاک کې ١٧ ميليونو څخه زياتو کسانو لايک کړې ده.

٠١-: Bella does M to the B.

او دا بيا په ټک ټاک کې د ٢٠٢٠ کال تر ټولو زياته وايرل شوې يا خوښه شوې ويډيو ده، چې ٤٣ ميليونه کسانو خوښه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

بليو سټېټ ښار ١

د نړۍ لومړنى په اوبو کې ګرځېدونکى ښار، دا ښار چېرته او د کورونو بيې يې څومره دي؟

په نړۍ کې په لومړي ځل يو داسې ښار جوړ شوى دى، چې په سمندر …