د کنډي ټسکرز په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او نوين الحق ونه ځلېدل او د دوى لوبډلې څلورمه ماتې هم وخوړه، چې ډمبوله وايکينګ ترې د ٥ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.
د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ١٠مه لوبه د کنډي ټسکرز او ډمبوله وايکينګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کنډي ټسکرز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
کنډي ټسکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوشل مينډرس ٥٥، لوبډلمشر کوشل پريرا ٤١، اصيله ګونارتنى ١٨ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز ١٥ منډې وکړې.
د ډمبوله وايکينګ له لوري ملينډا پشپا کمار او کاسون راجيټا ٢-٢، راميش مينډس او سميت پټيل ١-١ ويکټې واخيستې. په نننۍ لوبه کې سميع الله شينوارى هم لوبېږي، خو توپ اچونه يې ترسره نه کړه.
د ١٥٧ منډو هدف د ډمبوله وايکينګ لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې د کنډي ټسکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دوى له لوري انجيلو پيريرا ٦٧، لوبډلمشر داسون شناکا ٣٣، اوپل تارانګا ١٩، سميت پټيل ١١ او سميع الله شينواري هم ١١ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د کنډي ټسکرز له لوري مناف پټيل، ديلروان پيريرا، اصيله ګونارتنى، سيکوج پراسنا او نوان پراديپ ١-١ ويکټ واخيستې، همدا راز نوين الحق بيا ٢ اورونه ترسره کړل چې ٢٤ منډې يې ورکړې او کومه ويکټ يې وانخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انجيلو پريرا ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې دا د ډمبوله وايکينګ څلورمه لوبه وه چې دريمه بريا يې خپله کړه او د ٦ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله شوه، همدا راز کنډي ټسکرز بيا په پنځمه لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه او په جدول کې څلورمه لوبډله ده.
سبا د دسمبر په څلورمه نېټه به د لنکا پريمئير ليګ په ١١مه لوبه کې د کولمبو کنګز او جافنا سټالينز لوبډلې مخامخ شي.