کورپاڼه / هنر او کلتور / راني: فلمونو مې په ژوند ډېر اثر وکړ، غوره انسان رانه جوړ شو
راني مکرجي

راني: فلمونو مې په ژوند ډېر اثر وکړ، غوره انسان رانه جوړ شو

د هندي سينما مشهوره هنرمنده راني مکرجي وايي، چې فلمي نړۍ ته له راتګ وروسته د هغه په ژوند کې ډېر بدلون راغى او ځينې فلمونه داسې دي، چې د هغې په ژوند يې غوره اثر وکړ او له هغې څخه يې يو غوره انسان جوړ کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، مشهورې هنرمندې راني مکرجي په يوه مرکه کې د ځينو فلمونو په اړه خبرې وکړې، چې په ځانګړو کردارونو جوړ شوي و.

هغې وويل، (بلېک) او (هچکي) هغه فلمونه دي چې زما په ژوند يې ډېر اثر وکړ، ما په دې فلمونو کې په کار کولو ډېر څه زده کړل او يو غوره انسان رانه جوړ شو.

راني مکرجي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې هغه ځان بختوره ګڼي چې د سنجى ليلا بنسالي په (بلېک) او د سدهارت ملهوترا په (هچکي) فلمونو کې يې کار کړى دى.

نوموړې په خپله مرکه کې وايي، زه فکر کوم همدا فلمونه دي چې د خلکو ترمنځ يې دا بحث راپورته کړ، چې بايد له هر چا سره يو ډول چلند وشي.

د يادولو وړ ده چې راني مکرجي د معلولينو خلکو د نړيوالې ورځې په تړاو له هندي رسنيو سره مرکه کوله. په (بلېک) فلم کې راني مکرجي د يوې داسې نجلۍ کردار لوبولى دى، چې هغه ړنده وي.

همدا راز د هغې بل فلم (هچکي) چې په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، نوموړې پکې د يوې ښوونکې کردار لوبولى و، چې هغه پکې د اټکي يا هټکۍ ستونزه لري. هغه د داسې زده کوونکو ښوونکې ټاکل کېږي، چې د شتمنو په يو ښوونځي کې د غريبو له کورنيو څخه راغلي وي او د هغوى هدف يوازې وخت تېرول وي او د ښوونکو تنګول وي، چې نوموړې په پاى کې نه يوازې دا ټول سموي، بلکې دوى ته دا ورزده کوي، چې دوى له هيچا هم کم نه دي او د شتمنو د بچو په څېر وړتياوې لري او هر څه کولاى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې …