کورپاڼه / روغتيا / د پښو د سوخت سببونه او درملنه
د پښو سوخت

د پښو د سوخت سببونه او درملنه

د پښو سوخت یو له ډېرو ځورونکو ناروغۍ څخه ګڼل کېږي، چې د ځینو په یوه او د ځینو خلکو په دواړو پښو کې رامنځته کېږي. خو که چېرته سوخت ډېر شي نو د تګ پرمهال ستونزې هم پیدا کولی شې. که څه هم تر اوسه پورې معلومه شوې نه ده، چې ددې سوخت سبب به څه وي. خو روغتیایي کارکوونکو یې ځینې لاملونه په لاندې ډول بیانوي.

پړسوپ:

کله چې په بدن کې د اوبو کچه ډېره شي، نو پښې پړسوپ پیداکوي یا سوځي، چې ځینې وختونه په همدې سبب لاسونه، پښې او مخ هم پړسېږي. دغه راز تر ډېره پورې ودرېدل یا سفر کول هم سوخت رامنځته کوي او د ښځو په میاشتنۍ ناروغۍ کې هم ورته ستونزه پېښېدلي شي.

زخمونه:

د ډېر مزل یا د لوېدلو په سبب چې کله هم پښه زخمي شي، نو رګونو ته زیان رسېږي او د وینې د جام کېدو سبب ګرځي، چې په پایله کې په پښه کې سوخت رامنځته کېږي.

امیندواره کېدل:

ویل کېږي چې د امیندوارو ښځو په پښو سوخت رامنځته کېدلی شي، چې علت یې د دوی په بدن کې په ډېره اندازه د اوبو راټولېدل دي، چې په پایله د پښو سوخت پیدا کولی شي. یاده دې وي چې د پښو سوخت د ماشوم یا د ماشوم د مور لپاره کومه خطرناکه خبره نه ګڼل کېږي.

د دفاعي سیستم کمزوري:

د پښو سوخت په ځینو وختونه کې هغه وخت هم رامنځته کېدلی شي، چې کله د بدن دفاعي سیستم کمزوری شي او د سرطان د ناروغیو د درملنې پر وخت هم د پښو سوخت پیدا کېدلی شي.

د رګونو کمزوري:

ویل کېږي چې د زړه له طرفه پښو ته په ډېرو نریو رګونو کې وینه راځي، چې د عمر په ډېرېدو سره د وینې دغه رسېدنه کمزورې کېږي او د پښو سوخت رامنځته کوي. دغه راز په ډېرو کېناستلو او ودرېدلو هم ورته ستونزه پیدا کېدلی شي

د زړه سکته:

کله چې زړه په هغه اندازه وینه ور نه کړي، څومره یې چې اړتیا لېدل کېږي او د پښو له طرف څخه زړه ته وینه راشي، نو په دې حالت کې پښې سوخت کوي. دغه راز ویل شو چې د زړه د حملې په صورت کې څملاستل نه وي پکار، ترڅو د ساه په اخیستلو کې له ستونزو مخ نه شئ.

د سږو\ګردو ناروغي:

کله چې سږي\ګردې په سمه توګه خپل دنده ترسره نه کړي، نو د شکر او د لوړ فشار ناروغۍ رامنځته کولی شي. ویل کېږي چې ګردې د وینې د پاکولو دنده په غاړه لري، چې په دې ډول زیات سودیم پاتې او د ډېرو اوبو د جوړېدو سبب یې ګرځي، چې بیا په پایله کې د پښو سوخت رامنځته کوي.

د ځیګر ناروغي:

که چېرته د ژیړي په ناروغۍ اخته یې یا مو د نشې په سبب ځیګر خپل دنده نه شي ترسره کولی، نو په سبب یې په پښو کې اوبه راټولېږي او د سوخت لامل یې کېږي.

درملنه یې:

آرام کول:

په داسې حالاتو آرام کول ترټولو ګټوره کړنه ګڼل کېږي، چې د پښو سوخت ورسره ختمېږي. ویل کېږي چې د آرام پرمهال پښې پورته په کوم شي کېږدئ ترڅو راټول شوي مواد ښکته طرف ته راشي. دغه راز د یخ ټوټه هم ګټور تمامېدلی شي، چې د درد په کمولو او د وینې په دوران کې ښه والی راولي او د ځانګړو جرابو څخه هم استفاده کولی شئ.

ورزش کول:

که چېرته تاسې په دوامداره توګه متحرک یئ، نو دا به ډېره ناممکن خبره وي، چې پښې مو سوخت پیدا کړي. نو ویل شو چې ورزش کول یا متحرک اوسېدل د پښو سوخت ختموي.

د درملو استعمال:

ځینې داسې درمل هم شته چې د وینې فشار او د شکر کچه ډېروي او په بدن کې د اوبو د راټولېدو سبب ګرځي، چې بیا په پښو کې سوخت رامنځته کوي. خو ددې برعکس داسې درمل هم شته چې په سبب یې استعمالوونکی کس ډېرې میتازې کوي او د اوبو د کمښت په نتیجه کې یې د پښو سوخت هم له منځه ځي.

ډاکټر سره مشوره کول:

که چېرته مو په پښو کې سوخت رامنځته شو او د ساه په اخیستلو کې له ستونزې مخامخ وئ او سوخت مو هم هماغسې دوامداره و، نو باید سمدستي ډاکتر مراجعه وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د شړشمو تېل د غذا سربېره د ښکلا سبب هم کېږي

ویل کېږي چې د شړشمو تېل د شړشمو له دانو یا تخم څخه لاسته راځي، …