خپلواک وېبپاڼه (۱۲ اکتوبر ۲۰۱۹): د بند امير ښامارانو د خپل ټاکلي هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړه او د سپين غر زمريانو لوبډلې ته يې د شپږيزې کرکټ لیګ په ۱۱مه لوبه کې په ۱۵ منډو ماته ورکړه.
د شپږيزې کرکټ ليګ ۱۱مه لوبه نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د پاراګان بند امير ښامارانو او سپين غر زمريانو ترمنځ پيل شوه.
د لوبې په پيل کې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې افسر ځاځي ۳۵، ناصر جمال ۳۳، جاوېد احمدي ۱۴ او مجيب الرحمن هم ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سپين غر زمريانو له لوري بيا شاهدالله کمال، سيد احمد شېرزاد او ظاهر خان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول او وفادار مومند هم ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۴۵ منډو د هدف په تعقيب کې د سپين غر زمريانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې او په ۱۵ منډو يې لوبه وبايلله. د دوی له لوري نجيب تره کي ۴۱، بهير شاه او نجيب الله ځدراڼ ۲۳-۲۳ منډې وکړې.
د بند امير ښامارانو له لوري مجيب الرحمن ۲، فريد احمد، راشد خان، نجات مسعود او باطن شاه ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مجيب الرحمن ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۴ منډې وکړې او همدا راز ۲ لوبغاړي يې وسوځول.
نننۍ لوبه د بند امير ښامارانو او سپين غر زمريانو څلورمه لوبه وه، چې بند امير ښامارانو خپله دويمه بريا خپله کړه او سپين غر زمريانو بيا ۳ لوبې وبايللې.
د يادولو ده چې سبا سهار ۹ بجې به د کابل بازان او د وزيرزي مس عينک اتلان په ۱۲مه لوبه کې سره مخامخ شي، همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به بيا په ۱۳مه لوبه کې د عارف عظيم بوست ساتونکي او سپين غر زمريان مېدان ته کوزېږي.