کورپاڼه / خبرونه / “نبي غريب مو په شا يوړو، ډاکټرانو راته وويل دا د لېونو روغتون دى”
محمد نبي

“نبي غريب مو په شا يوړو، ډاکټرانو راته وويل دا د لېونو روغتون دى”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد د محمد نبي په اړه يوه خاطره خپره کړې ده، چې وايي، محمد نبي سخت ناروغ شوى و، چې دوى سره پېسې نه وې او په شا يې روغتون ته يوړو، خو کله چې روغتون ته لاړل، نو ډاکټرانو ورته وويل، چې دا خو د لېونو روغتون دى.

هغه د محمد نبي کرکټ ته د راتګ کيسه کوي او په پاى کې بيا دا هم وايي، چې اوس محمد نبي په ليګونو کې مصروفه دى او هغه ورسره له تېرو درې کلونو راهيسې نه دي ليدلي.

محمد نبي نن سبا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر دى، چې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېږي، نوموړى اوسمهال په اسټراليا کې دى چې هلته به په بيګ باش کې ولوبېږي.

پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد په خپله فېسبوکپاڼه کې د (د کرکټ د ژوند يوه خاطره) تر سرليک لاندې يوه خاطره ليکلې ده. نوموړى په دې خاطره کې ليکي:

((٢٠٠٢م کال کې کريم صادق محمد نبي له پېښوره راوستو، زه په جلال اباد کې وم، کريم راته وويلې چې نبي خو پېژنې، ما ورته وويل چې و اسماعيل دوى سره ټيم کې و، کريم وويل چې نبي اوس شفيق لالا سره اکاډمۍ کې کرکټ کوي، خو نبي مو ځان سره کابل ته بوتلو، کابل کې هغه وخت کې ولايتي لوبې شروع کېدې او موږ هم کابل کې چندانې بلد نه و.))

هستي ګل عابد، محمد نبي او تاج ملک عالم

هستي ګل عابد مخکې ليکي: ((يوې هفتې تېرولو نه وروسته نبي غريب سخت مريض شو، ماښام نهه بجې وې، نبي سخته تبه وه، خولې ترې روانې وې، موږ سره د ډاکټر پېسې هم دومره نه وې، نه راته ډاکټر معلوم و، نه روغتون، خو نبي مو چندول نه په شا کړو، وزارت مخابراتو سره نږدې يو روغتون و، هلته مو يوړو.))

نوموړى همدا راز مخکې وايي: ((چې کله مو روغتون کې د شا نه کوز کړو، درې ډاکټرانو رامنډه کړه، نبي يې کلک ونيولو، موږ سره يې فارسي شروع کړه، موږ ته فارسي سمه نه راتله، خو د نبي د مرض باره کې رانه پوښتنه وکړه، موږ ورته وويل چې لږ اسهال شوى و، اوس بېخي بې دمه شوى ده، ډاکټرانو زر پرېښودو، ويلي چې ايره شينو زاده ببر.))

هستي ګل عابد همدا راز زياتوي: ((موږ ورته ويلي چې دا د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړى دى، تاسو يې علاج وکړئ، هغوى په خندا کې وويل چې دغه د لېونو روغتون دى. خو کور يې اباد لږ ګولۍ يې راکړې.))

محمد نبي ١

نوموړى په پاى کې د ګيلې په ډول ليکي: ((اوس درې کاله کېږي نبي د کرکټ په ليګونو کې زيات مصروف دى، زما ورسره هېڅ قسم اړيکه نه ده شوې. نبي چې هر چېرې وي، کاميابي يې په نصيب شه.))

د افغانستان پخوانۍ لوبډله

د يادولو وړ ده چې د هستي ګل عابد دا خاطره چې هغه يو ساعت مخکې په فېسبوکپاڼه کې خپره کړې ده، خلکو پرې پراخې تبصرې پيل کړې دي. تراوسه پورې په دې خاطره ١٥٦ کسانو تبصرې کړې دي او له زرو کسانو څخه زياتو پرې ري ايکشنز هم ورکړي دي.

همدا راز ځينو کسانو د هستي ګل عابد دا خاطره بيا د محمد نبي د هغه ډالۍ سره تړلې ده، چې نوموړې څو ورځې وړاندې د ملي لوبډلې لوبغاړي ميروېس اشرف ته ورکړې ده.

ميروېس اشرف

دغه کسان وايي، چې د محمد نبي له لوري ميروېس اشرف ته د ډالۍ ورکولو وروسته هستي ګل عابد د ګيلې په ډول دا خاطره ليکلې ده.

د يادولو وړ ده چې ميروېس اشرف څو اونۍ وړاندې په کندوز کې غلو لوټلى و، چې نوموړى تېره ورځ په يو پوسټ کې ليکلي و، چې محمد نبي ورته نوى موبايل ډالۍ کړى دى او همدا راز مننه يې هم ترې کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …