کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ټک ټاک کاروونکو لپاره مهم خبر
ټک ټاک

د ټک ټاک کاروونکو لپاره مهم خبر

د لنډو ويډيوګانو خپرونکي مشهور اپليکېشن ټک ټاک د خپلو کاروونکو لپاره په يو نوي مهم بدلون باندې کار روان کړى دى.

د ټېکنالوژۍ مشهورې وېبپاڼې (دي ورج) په يو راپور کې ليکلي دي، چې د کوچنيو ويډيوګانو مشهور اپليکېشن ټک ټاک مسوولين په دې اړه کار کوي، چې د ويډيوګانو وخت زيات کړي.

د ټک ټاک مسوولين وايي، چې دوى به د ويډيو وخت تر درې دقيقو پورې اوږد کړي او په ازمايښتي ډول يې دا کار روان کړى دى. دوى وايي، چې په ازمايښتي وخت کې به دوى وګوري، چې دا بدلون په کاروونکو کې څه تغير راولي او څه پايلې يې راوځي.

د ټک ټاک له لوري د اوږدو ويډيوګانو دا اسانتيا اوس يوازې ځينو مشخصو ټک ټاک کاروونکو ته ورکړل شوې ده او د لومړۍ ازمايښتي مرحلې څخه وروسته به د ټک ټاک مسوولين په دې اړه پرېکړه کوي، چې دا اوس ټولو کاروونکو ته وړاندې کړي او که نه.

د يادولو وړ ده چې په ټک ټاک کې زيات نه زيات د ١ دقيقې ويډيو خپرولو اجازه شته، همدا د ټک ټاک ځانګړنه ده، ځکه د اوږدو ويډيوګانو لپاره د يوټيوب مشهوره وېبپاڼه شته، چې ميليونونه ليدونکي لري.

ټک ټاک د کوچنيو ويډيوګانو له امله ډېر مشهور شو، ځکه همدا يې ځانګړې خبره وه، چې خلکو د دقيقو پر ځاى په ثانيو کې خپل پېغامونه خلکو ته رسول او د دې تر څنګ پکې جالبې ويډيوګانې هم په ثانيو کې خپروي، چې خلک يې ژر ګوري او ډېر وخت يې نه ضايع کېږي.

د ټک ټاک شرکت د ٣ دقيقو ويډيوګانو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو هغه وېبپاڼې او خلک چې د ټېکنالوژۍ په نړۍ نظر ساتي، هغوى وايي چې ټک ټاک دا اسانتيا مشخصو خلکو ته ورکړې ده او تر پايلو وروسته به نورو خلکو ته هم وړاندې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د امریکې د موټر جوړولو یو شرکت د یو داسې موټر جوړولو باندې کار پیل …