کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي نيوزيلېنډي لوبغاړي کين ويليمسن ته مبارکي ورکړه
کين ويليمسن او محمد نبي

محمد نبي نيوزيلېنډي لوبغاړي کين ويليمسن ته مبارکي ورکړه

د نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي او لوبډلمشر کين ويليمسن نن د ويسټ انډيز پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او غبرګه سليزه يې ووهله، چې محمد نبي يې هم ستاينه کړې ده.

د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پرون (د دسمبر په دريمه نېټه) په هميلټن کې پيل شوې ده، چې نيوزيلېنډ لومړى توپوهنه ترسره کړه او د ٥١٩ منډو تر جوړولو وروسته يې خپله پاڼۍ ختمه کړه.

د نيوزيلېنډ لپاره لوبډلمشر کين ويليمسن د ٢٥١ منډو توپوهنه وکړه، چې دا يې د ټېسټ په يوه پاڼۍ کې تر ټولو زياتې منډې هم دي.

د کين ويليمسن په ښې توپوهنه هغه ته د کرکټ د نړۍ مشهورو لوبغاړو مبارکي ورکړې ده او همدا راز يو شمېر لوبغاړو يې په اړه ټويټونه هم کړي دي.

په دې لړ کې د افغانستان تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي هم د کين ويليمسن عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او هغه ته يې په ټېسټ لوبو کې د زياتو منډو جوړولو مبارکي ورکړې ده.


د يادولو وړ ده چې کين ويليمسن تر دې مخکې د ټېسټ په يوه پاڼۍ کې ٢٤٢ زياتې منډې کړې وې، خو نن يې بيا د خپل کيرير تر ټولو زياتې ٢٥١ منډې ترلاسه کړې.

٣٠ کلن کين ويليمسن له نننۍ لوبې پرته، مخکې د نيوزيلېنډ لپاره ٨٠ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې ٦٤٧٦ منډې يې ترلاسه کړې دي، ٢١ سليزې او ٣٢ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

محمد نبي چې اوسمهال په اسټراليا کې دى او هلته به په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره ولوبېږي، د بنګله دېش پر وړاندې په ٢٠١٩ کال کې خپله وروستۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې وه او له هغه وروسته يې د ټېسټ سياليو څخه استعفا ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز مينه والو ته پېغام لري + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى چې د ابوظهبي ټي …