کورپاڼه / خپلواک / د نوين، عامر او اپريدي شخړه، بابر اعظم، سمندري کښتۍ او نور هغه ١٠ راپورونه چې تېره اونۍ ډېر لوستل شوي
نوين او شاهد، متيازې، سمندري کښتۍ او د يمن واده

د نوين، عامر او اپريدي شخړه، بابر اعظم، سمندري کښتۍ او نور هغه ١٠ راپورونه چې تېره اونۍ ډېر لوستل شوي

په خپلواک وېبپاڼه کې چې په تېره اونۍ کې کوم ١٠ راپورونه تر ټولو زيات لوستل شوي، خلکو پرې تبصرې کړې دي او همدا راز له نورو سره يې شريک کړي دي. د هغې په اړه لنډ معلومات دلته يو ځل بيا درسره شريکوو.

١-: د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره تر شخړې وروسته نوموړي په دې اړه په ټويټر کې ټويټ وکړ، چې دا راپور په تېره اونۍ کې تر ټولو زيات لوستل شوى دى. جزييات ولولئ

٢-: د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې يوې ښځې تور پورې کړ، چې له هغه سره يې يارانه درلوده، دواړو د واده پرېکړه هم کړې وه، هغه يې له کوره هم بيولې وه، چې د حامله کېدو وروسته يې پرېښوده او اوس ورسره واده نه کوي. جزييات ولولئ

٣-: د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، چې لومړى د نوين الحق او محمد عامر ترمنځ د لوبې پر مهال لفظي شخړه وشوه او وروسته د لوبې تر بايلات وروسته بيا شاهد اپريدي نوين الحق ته څه وويل. جزييات ولولئ

٤-: د ايټاليا هغه سمندري کښتۍ چې په پلان کې ده د نړۍ ٦ لويو وچو ته خلکو ته چکر ورکړي. دا سمندري کښتۍ ١١٩ ورځې سفر کوي، چې په دې سفر کې به ٤٩ ځايونو کې دمه کوي او همدا راز ٣٠١٣ کسان به پکې سفر وکړي. جزييات ولولئ

٥-: د لنکا پريمئير ليګ کې د لوبې پر مهال له نوين الحق سره تر شخړې وروسته د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر شاهد اپريدي په دې اړه يو ټويټ وکړ او وضاحت يې ورکړ، چې نوين الحق ته يې څه وويل. جزييات ولولئ

٦-: که چېرته مالګه ونه خورو نو په بدن مو څه اغېزې پرېباسې؟ په دې ليکنه کې په بدن کې د مالګې په اغېزو باندې خبرې شوې دي. جزييات ولولئ

٧-: په ټولنيزو رسنيو کې د يمن حکومت يو مکتوب خپور شوى و، چې په کې راغلي و چې په يمن کې حکومت په نارينه و دوه ودونه جبري کړل. خو دا حکومت په اصل کې جعلي و. جزييات ولولئ

٨-: د نوين الحق له پاکستاني شاهد اپريدي او محمد عامر سره تر شخړې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د محمد عامر په اړه يو پوسټ وکړ، چې د هغه د ځينو کارنامو يادونه پکې شوې وه. جزييات ولولئ

٩-: د شاهد اپريدي له ټويټ وروسته نوين الحق هم د شاهد اپريدي ټويټ ته ځواب ورکړ او هغه ته يې وويل، چې (درناوى وکړه، درناوى به دې وشي.)) جزييات ولولئ

١٠-: د تشو متيازو په اړه ليکنه، چې پکې دا معلومات ورکړل شوي دي، چې تشې متيازې کوم رنګ خپل کړي نو سړى بايد بيا ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شي. جزييات ولولئ

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …