کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په څو دقيقو کې چارجېدونکې برقي موټرې جوړې شوې
برقي موټر

په څو دقيقو کې چارجېدونکې برقي موټرې جوړې شوې

د برقي موټرو د جوړېدو په تړاو هنډايي شرکت لوى پرمختګ کړى دى او داسې موټر يې جوړ کړى دى، چې په څو دقيقو کې چارجېږي او چاپېريال ته هم هېڅ زيان نه رسوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د موټرونو مشهور شرکت هنډايي ٢٣ نوي داسې موټرې جوړې کړې دي چې په ١٨ دقيقو کې ٨٠ سلنه چارجېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د هنډايي موټر جوړونې شرکت غواړي چې تر ٢٠٢٥ کال پورې ١ ميليونه څخه زياتې موټرې بازار ته وړاندې کړي، چې د برق په چارج باندې وچلېږي او پيټرولو يا ډيزلو ته به هيڅ اړتيا ونه لري.

د هنډايي شرکت وياند د دې برقي موټرو په اړه ويلي دي، چې د پنځه دقيقو له چارجولو وروسته کولاى شئ چې په دې موټر کې ١٠٠ کلومتره سفر وکړئ.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې کله دا موټرې بشپړې چارج شي، نو کولاى شئ چې ٥٠٠ کلومتره سفر پرې په اسانۍ ترسره کړئ.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دا موټرې به په لومړۍ مرحله کې په جنوبي کوريا کې جوړېږي او له هغه وروسته به د موټرو بازار ته وکتل شي، که اړتيا پېښه شوه، نو په بېلا بېلو هېوادونو کې به جوړې شي.

په راپور کې دا هم ويل شوي دي، چې دا برقي موټرې به په ٨٠٠ ولټه او ٤٠٠ ولټه برق باندې چارجېږي او دا به چاپېريال ته هېڅ زيان رسونکې هم نه وي.

د يادولو وړ ده چې د هنډايي موټر جوړونکې شرکت مسوولينو تېر کال د برقي موټرو جوړولو لپاره يو تړون لاسليک کړى و، چې ويل شوي و، تر ٢٠٢٥ کال پورې به په برقي موټرو بياندې ١٨ ميليارده امريکايي ډالر مصارف وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ ترټولو نرمې سیارې ساینسپوهان له پریشانۍ سره مخ کړي

ساینسپوهان وایي چې درې کاله دمخه موندل شوې سیاره (Wasp 107b) دومره نرمه او د …