کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټيليګرام د خپلو کاروونکو لپاره لويه اسانتيا رامنځته کړه
ټيليګرام

ټيليګرام د خپلو کاروونکو لپاره لويه اسانتيا رامنځته کړه

د موبايل اپليکېشن ټيليګرام چې د پېغامونو لپاره مشهوره اپليکېشن دى، اوس تازه د خپلو کاروونکو لپاره د ګروپي زنګونو اسانتيا رامنځته کړه، چې خلک به وکولاى شي له خپلو ملګرو او خپلوانو سره په ګروپي زنګونو کې خبرې وکړي.

ټيليګرام چې د ګروپونو لپاره هم ډېر مشهور دى، ځکه ډېرى خلک يې د ګروپونو لپاره کاروي، د نوې اسانتيا رامنځته کولو سره به اوس يو کس زنګ وهي او هغه به نور کسان په دې کې شاملوي، چې په دې ډول به يو کنفرانس يا ګروپي خبرې وکولاى شي.

د يادولو وړو ده چې ټيليګرام څه وخت مخکې د اپليکېشن سټور پر وړاندې اروپايي اتحاديې ته رسمي شکايت هم کړى و. ياد شکايت د اروپايي اتحاديې مرستيال اجراييوي رييس مارګريټ ويسټير ته لېږل شوى و.

په دغه شکايت کې دوى ويلي و، چې د ايپل کاروونکو ته دې اجازه ورکړل شي چې له نورو ځايونو څخه هم اپليکېشن ډاونلوډ کړي. دوى ويلي و، چې دوى د ايپل شرطونه مني، او ٣٠ سلنه کمېشن هم مني، خو دوى غواړي چې اپليکېشن يې د ايفون ډېرو کاروونکو ته ورسېږي.

په وټساپ او ټيليګرام کې څه توپير دى؟

ټيليګرام د وټساپ څخه ډېر ګټور، خوندي او غوره اپليکېشن دى چې ډېرې ګټې هم لري، لکه په وټساپ کې په يو ګروپ کې تاسې ٢٥٦ کسان غړي کولاى شئ، خو د ټيليګرام په چېنل کې بيا تر ٥٠٠٠ پورې غړي جوړولى شئ.

کله چې تاسې د وټساپ ګروپ کې غړي شئ، نو ستاسې شمېره هم نور خلک ليدلى شي، يعنې ټول هغه کسان چې په وټساپ ګروپ کې دي، هغوى کولاى شي د ټولو کسانو شمېرو ته لاسرسى ولري، خو په ټيليګرام چېنل کې بيا يو غړى د بل غړي د موبايل شمېره نه شي کتلى.

کله چې تاسې د وټساپ يو ګروپ کې غړي شئ، نو په ګروپ کې پخواني پوسټونه نه شئ ليدلى، خو په ټيليګرام چېنل کې چې تاسې غړي شئ، نو د ياد چېنل دوه کاله پخواي پوسټونه هم کتلى شئ.

همدا لامل دى چې د وټساپ پر ځاى ټيليګرام ته خلک ډېره مخه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ ترټولو نرمې سیارې ساینسپوهان له پریشانۍ سره مخ کړي

ساینسپوهان وایي چې درې کاله دمخه موندل شوې سیاره (Wasp 107b) دومره نرمه او د …