کورپاڼه / روغتيا / د ځیګر له ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ګټور او اغېزمن خواړه
خواړه

د ځیګر له ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ګټور او اغېزمن خواړه

په بې شمېره روغتیایي څېړنو کې د انسان ځیګر او دندو ته یې ډېره زیاته پاملرنه شوې، چې د هاضمې سیستم سربېره د ګلوکوزو او کاربوهایډریټ په پیدا کولو کې هم مهم رول لوبوي.

روغتیایي کارکوونکو د ځیګر له مختلفو ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره د ځینو خواړو او څښاک لارښوونه کړې او ویلي یې دي، چې ځیګر باید د شکر له دویم ډول ناروغۍ څخه وژغورل شي.

زړي لرونکې مېوې:

روغتیایي کارپوهان وایي، چې باید په ورځني ډول یو موټی زړي لرونکي مېوې وخوړل شي. دوی زیاتوي چې په دې ډول مېوو کې سیچوریټډ فیټي اسید شتون لري، چې ځیګر له سوخت ځنې ژغوري. نو ویلی شو چې زړي لرونکې مېوې د ځیګر لپاره ګټورې تمامېږي، خو که چېرته په ډېره اندازه وخوړل شي، ناوړه اغېزې هم لرلی شي.

هوږه:

هوږه ځیګر متحرک ساتي او په فعالیت یې راولي. څه موده مخکې هم د هوږې په اړه د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې وه، چې هوږه د بدن اضافي وازده اوبه کوي.

کبان:

بې شمېره ډاکترانو پخپلو نړیوالو کانفرانسونو کې د کبانو د خوراک ډېره سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د کبانو په غوښه کې موجود اومیګا تري د روغتیا لپاره ګټور وي او د ځیګر ساتنه هم کوي. دغه راز د ځیګر د سوخت په کمښت کې هم اغېزمن تمامېږي.

شین چای:

په کال ۲۰۱۵ کې د یو طبي ژورنال له مخې ویل کېدل چې شین چای د بدن وازده کموي او له بدن څخه د اضافي موادو په خارجولو کې هم مرستندویه تمامېږي. دغه راز د ځیګر د ځینو نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

جوار:

د میډیکل ټوډی نیوز په نوم د یو ویب سایټ پر وینا ویل کېږي، چې د جوارو دانې د دفاعي سیستم په ښه کولو کې ګټور ګڼل کېږي. دغه راز د چاغوالي او د شکر څخه مو ژغوري او د جوارو په جوړښت کې موجود بیټاګلوکن د ځیګر له ناروغیو مخنیوی کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د شړشمو تېل د غذا سربېره د ښکلا سبب هم کېږي

ویل کېږي چې د شړشمو تېل د شړشمو له دانو یا تخم څخه لاسته راځي، …