کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجيب الرحمان په کورونا اخته شوى
مجيب الرحمان

مجيب الرحمان په کورونا اخته شوى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى په اسټراليا کې په کورونا اخته شوى دى، د نوموړي د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى.

مجيب الرحمان چې څو ورځې مخکې د محمد نبي، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال سره يو ځاى له افغانستان څخه اسټراليا ته لاړ، هلته د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شوى دى.

د بريسبين هيټ لوبډلې په خپله وېبپاڼه په يو خبر کې د مجيب الرحمان د کورونا د ټېسټ په اړه معلومات ورکړي دي. دوى وايي، چې نوموړى د کوينلېنډ په هوټل کې کرنټين دى.


دوى وايي، مجيب الرحمان تېره اونۍ له کابل څخه راغى، خو په روانه اونۍ کې پکې د کورونا نښې وليدل شوې. دوى وايي، چې هغه د کوينلېنډ د روغتيايي مسوولينو تر څار لاندې دى او تر بشپړې روغتيا وروسته به د بريسبين هيټ لوبډلې سره يو ځاى شي.

د بيګ باش ليګ مسوولين وايي، چې سږکال د بيګ باش سياليو کې زموږ لپاره د ټولو لوبغاړو روغتيا تر هر څه ډېره مهمه ده، مجيب الرحمان زموږ تر څار لاندې دى او همدا راز موږ د ځايي ادارې سره هم په دې برخه کې پوره مرسته کوو.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان د بيګ باش راتلونکو سياليو کې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړى يوه اونۍ وړاندې له نورو افغان لوبغاړو سره په ګډه له افغانستان څخه اسټراليا ته تللى دى.

ظاهر خان، مجيب الرحمان، محمد نبي او نور احمد لکڼوال

د مجيب الرحمان پرته په دغه سياليو کې راشد خان، محمد نبي، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي. راشد خان خو له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته تللى و او هلته کرنټين شوى و، همدا راز څو ورځې وروسته پاتې نور افغان لوبغاړي هم ورغلل او هلته کرنټين دي.

د يادولو وړ ده چې د بيګ باش ليګ سيالۍ سږکال د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي.

١٩ کلن مجيب الرحمان چې په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېده، خو سږکال نوموړي ته په ډېرو لوبو کې د لوبېدو چانس ورنکړل شو او يوازې په ٢ لوبو کې يې برخه واخيسته.

نوموړى چې له متحده عربي اماراتو څخه بېرته هېواد ته راستون شو، نو په کابل کې يې واده هم وکړ، چې د هغه په واده کې تقريباً ټولو ملي لوبغاړو هم ګډون وکړ، چې د اتڼ ويډيوګانې يې هم په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې لاس په لاس شوې.

مجيب الرحمان د افغانستان لپاره ١ ټېسټ، ٤٠ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په ټېسټ کې ١، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٦٣ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٢٥ لوبغاړي سوځولي دي.

هغه همدا راز ١٢٤ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې ١٣١ ويکټې يې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې يې بيا د ١٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …