کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان ته يې دستمال راوړ
اصغر افغان

اصغر افغان ته يې دستمال راوړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ته يې دستمال راوړ، نوموړي څه وخت وړاندې دويمه کوژده کړې وه، چې نن يې ورته دستمال راوړى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په خپله فېسبوکپاڼه کې د اصغر افغان د دستمال پر مهال اخيستل شوي عکسونه خپاره کړي دي.

اصغر افغان دستمال ١

نوموړي له دې عکسونو سره ليکلي دي: ((مبارک دې وي اصغر افغان ته مو دستمال راوړ.))

په عکسونو کې د اصغر افغان تر څنګ ملي لوبغاړى محمد شهزاد، حمزه هوتک، د کرکټ بورډ ډاريکټر رييس احمدزى او د کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس هم ليدل کېږي.

اصغر افغان دستمال ٢

د يادولو وړ ده چې شاوخوا مياشت وړاندې هم د اصغر افغان ځينې عکسونه خپاره شوي و او ويل شوي و چې اصغر افغان لپاره دستمال راوړل شو، خو تازه يو ځل بيا د اصغر افغان د دستمال راوړلو عکسونه لاس په لاس کېږي.

اصغر افغان

د اصغر افغان د دستمال راوړلو په دې عکسونو په ټولنيزو رسنيو کې خلکو بېلا بېل غبرګونونه خپاره کړي دي. چا نوموړي ته مبارکۍ ورکړي دي او چا پرې نيوکې کړې دي.

ځينې سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته ويلي و، چې اصغر افغان ١٤ کلن زوى لري او ٤ لوڼې لري، چې اوس يې دويمه کوژده هم کړې ده. خو هغه دا نه و ويلي، چې اصغر افغان به دويم واده کله وکړي.

اصغر افغان ٣٢ کاله عمر لري، چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه وروسته د دويم ځل لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى. نوموړى د افغانستان په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم و او تراوسه پورې لوبېږي.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ٤ ټېسټ، ١١١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ لوبو کې ٢٤٩، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٢٣٥٦ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٢٤٨ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي منلې ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه …