کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې اسټراليا ماته کړه

هند په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې اسټراليا ماته کړه

د هند لپاره يوژيندرا چاهل او ټي ناټاراجن ښه توپ اچونه ترسره کړه او د اسټراليا پر وړاندې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې هند ته بريا ورپه نصيب کړه.

د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ نن پيل شوه. په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې چې په کانبرا کې ترسره شوه، اسټراليا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې، چې له ډلې يې کى ايل راهول ٥١، رويندرا جډيجا ٤٤ ناسوځېدلې، سنجو سمسون ٢٣ او هارديک پانډيا ١٦ منډې وکړې.

کى ايل راهول

همدا راز شيکر دهون په ١ او ويراټ کوهلي په ٩ منډو وسوځېدل.

د اسټرليا له لوري موسيس هينريکس ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٢ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، مچل سټارک ٢، اډم زمپا او مچل سويپسون ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٢ منډو هدف په تعقيب کې د اسټراليا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې او د ١١ منډو په توپير يې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ارون فنچ ٣٥، ډارسي شارټ ٣٤ او موسيس هينريکس ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري يوژيندرا چاهل او ټي ناټاراجن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ١ ديپک چاهار هم واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يوژيندرا چاهل ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د ټي ناټاراجن د هند لپاره دا لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وه، چې نوموړى پکې ډېر ښه وځلېده.

د اسټراليا او هند ترمنځ به دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د دسمبر په ٦مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …