کورپاڼه / خبرونه / د انګلستان او سويلي افريقا لوبه د يو لوبغاړي په کورونا اخته کېدو وروسته وځنډول شوه
ايون مورګن او کوانټين ډي کوک

د انګلستان او سويلي افريقا لوبه د يو لوبغاړي په کورونا اخته کېدو وروسته وځنډول شوه

د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ نن لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کېدونکې وه، چې د لوبې له پيلېدو لږ وخت مخکې دا لوبه وځنډول شوه.

ويل کېږي چې يو لوبغاړى په کورونا ويروس اخته شوى دى او له همدې امله دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې دا لوبه له پيلېدو مخکې وځنډوي.

تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې د کوم هېواد لوبغاړى په کورونا ويروس اخته شوى دى.

د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ د سويلي افريقا په کېپ ټاون کې د شل اوريزو لوبو لړۍ پاى ته رسېدو وروسته نن د يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کېدونکې وه.

د سويلي افريقا کرکټ بورډ په ټويټر په يو پېغام کې ويلي دي، چې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه يې ځنډولې ده او دا لوبه به اوس د دسمبر په ٦مه نېټه ترسره شي.

سويلي افريقا کرکټ بورډ ټويټ

له دې مخکې د سويلي افريقا کرکټ بورډ ويلي و، چې له دې امله يې د لوبې د ځنډولو پرېکړه کړې ده، چې د يو لوبغاړي د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې انګلستان په لومړۍ لوبه کې په ٥ ويکټو، په دويمه لوبه کې په ٤ ويکټو او په دريمه لوبه کې په ٩ ويکټو بريا خپله کړه او له دې سره يې په لوبلړۍ کې د سويلي افريقا لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لومړۍ لوبه د دسمبر په لومړۍ نېټه په پرل، دويمه لوبه د دسمبر په ٧مه نېټه په کېپ ټاون او دريمه لوبه د دسمبر په ٩مه نېټه په کېپ ټاون کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د نړيوال شل اوريز جام په ګډون ډېرې سيالۍ د کورونا له امله لغوه شوي او ځنډول شوي دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي منلې ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه …