کورپاڼه / جالب / دا ماشوم له پیدایښت سره سم اته ویشت کلن دی
ماشوم

دا ماشوم له پیدایښت سره سم اته ویشت کلن دی

ویل کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یو داسې ماشوم پیدا شوی، چې عمر یې اته ویشتو کلونو ته رسېږي. دا ماشوم په ۱۹۹۲ کال د اکتوبر په میاشت جامد کړی شوی و، چې وده یې د یو خام جنین (ایمبریو) په شکل ترسره کېده. یاده دې وي، چې د نارینه سپرم او د ښځینه هګۍ چې کله سره یوځای شي، همدغه لومړي حالت ته یې ایمبریو ویل کېږي او دا مرحله د حمل له پنځمې څخه تر لسمې اوونۍ پورې دوام لري.

د امریکا په ټينیسي ایالت کې دغه پیدا شوی ماشوم (مولي ایورټ ګبسن) نومېږي، چې د ایمبریو په حالت کې په ډېر احتیاط سره جامد شوی و، چې د روان کال په فبرورۍ بېرته له جامد حالته ویستل شو او حمل ته  ولېږدول شو، چې بیا یې د اکتوبر په ۲۶ نیټه پیدایښت وشو، چې دا د ایمبریو له مرحلې څخه وروسته د ترټولو اوږدې مودې پیدایښت ګڼل کېږي او په دې برخه کې ترټولو لوی ریکارډ هم دی.

ترټولو جالبه یې دا چې دا ماشوم د یوې نامعلومه امریکي جوړې د ایمبریو له مرحلې څخه ګڼل کېږي، چې هغوی یې پیدایښت نه غوښت، چې بیا په ۲۰۱۷ کال یوې بې اولاده جوړې (بین ګبسن او ټینا ګبسن) یې د پیدایښت پرېکړه وکړه او په دې سره یې نه یوازې د څلرویشت نیم کالو ایمبریو ته پیدایښت ورکړ، بلکې په غیر جامدولو کې هم نړیوال ریکارډ جوړ کړو، چې دا ماشوم یوځای اتلس میاشتې له خپلې مور څخه کشر ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې تر ډېره پورې د ایمبریو د ساتلو لپاره منفي ۲۳۸ سانتي ګریډټ پورې تودوخه پکار او په مایع نایتروجنو کې ایښودل کېږي، چې بېرته یې په حرکت راوستل او یو روغ ماشوم پیدا کېدل یې ډېرې پوښتنې رامنځته کوي او له دې څخه د انسانانو د جامدولو په اړه نوي واقعیتونه هم رامنځته کېږي، خو ساینسپوهانو په دې اړه د حیرانۍ اظهار کړی او ویلي یې چې دوي لا تراوسه په دې نه پوهېږي، چې ولې دې یوه دا پېښه ترسره شي.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …