کورپاڼه / جالب / ښځې سره تر شخړې وروسته سړي له غصې نه ٧ ورځې پياده مزل وکړ
ايټاليايي سړى

ښځې سره تر شخړې وروسته سړي له غصې نه ٧ ورځې پياده مزل وکړ

د هر خاوند او ښځې ترمنځ جنګ او شخړې رامنځته کېږي، خو دواړه بيا بېرته سوله هم کوي او خپل ژوند ته دوام ورکوي، خو يو ايټاليايي سړي د ښځې سره تر شخړې وروسته د غصې سړولو لپاره جالب کار وکړ.

له ښځې سره تر شخړې وروسته ايټاليايي سړى د خپلې غصې سړولو لپاره له کوره راووت او پياده روان شو، چې هغه پرلپسې ٧ ورځې په پياده سفر تېرې کړې.

٤٨ کلن ايټاليايي سړى چې له ښځې سره تر شخړې وروسته له کوره راوتلى و، يوه اونۍ وروسته پوليسو د خپل کور څخه ٤١٨ کلومتره ليرې پېدا کړ.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې د کورونا له امله په ښار کې ګرځبندېز لګېدلى دى او دوى په خالي سرک يو سړى روان وليده.

پوليسو دا کس له ځان سره حوزې ته بوتلل، خو وروسته ورته معلومه شوه، چې د ياد سړي ښځې د هغه د ورکېدو په اړه پوليسو ته راپور ورکړى و.

مېپ

وروسته بيا دغه ايټاليايي سړي پوليسو ته ټوله کيسه کړې ده، هغه پوليسو ته ويلي دي چې له ښځې سره تر شخړې وروسته د خپلې غصې سړولو لپاره له کوره راووت او ٧ ورځې پياده ګرځېده چې ٤٢٠ کلومتره پياده سفر يې وکړ.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې دې سړي په ٧ ورځو کې هېڅ موټر نه دى کارولى او په لاره کې ورته خلکو د خوراک څښاک شيان هم ورکړي.

پوليسو چې کله د دې سړي ټوله کيسه واورېده، نو له هغه وروسته يې د ګرځبندېز څخه د سرغړونې په تور ٤٠٠ يورو جريمه کړ او نږدې هوټل کې يې ورته يوه کوټه ونيوله، چې له هغه وروسته يې د ياد سړي ښځې ته معلومات ورکړل، چې خاوند يې پېدا شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

ډرايور

د ډرايورۍ په ټېسټ کې د ١٥٠ ځله ناکامۍ وروسته يې د تر ټولو بد ډرايور لقب هم وګاټه

هغه خلک چې د ډرايورۍ شوق لري او غواړي چې د موټر چلونې اجازه يا …