کورپاڼه / خبرونه / نيوزيلېنډ پاکستانۍ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنکړه
پاکستان لوبډله

نيوزيلېنډ پاکستانۍ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنکړه

په نيوزيلېنډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو د کورونا ټېسټونو د مثبت راتلو څخه وروسته د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه نه ده ورکړې.

مخکې په پلان کې وه، چې د کرنټين د څو ورځو تېرولو وروسته به پاکستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي، چې تمرينات ترسره کړي، خو اوس د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت ويلي دي، چې پاکستاني لوبغاړي به کرنټين وي او دوى نه شي کولاى چې د تمريناتو اجازه ورکړي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي، چې د لوبغاړو لپاره سخت وخت دى، خو دوى نه غواړي چې دا سيالۍ لغوه شي.

په نيوزيلېنډ کې د پاکستان د ٥٤ لوبغاړو څخه د ٤٤ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه منفي راغلي دي، همدا راز د ١٠ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت دي، چې پکې ٤ کسان داسې دي، چې د هغوى کورونا ډېره فعاله نه ده.

په نيوزيلېنډ کې د پاکستاني لوبغاړو د کرنټين وخت د دسمبر په نهمه نېټه پاى ته رسېږي، خو دا هر څه د نيوزيلېنډ حکومت پورې تړلي دي، چې دوى پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه ورکوي او که يې کرنټين اوږدوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د لوبډلمشر او روزونکي سره خبرې کړې دي او هغوى ورته ويلي دي، چې ټول لوبغاړي تنګ شوي دي، خو کرکټ بورډ ورته ويلي دي، چې هر څه کېږي، دا سفر نه شي لغوه کولاى.

بابر اعظم ويلي دي، چې په پاکستانۍ لوبډله اوس سخت وخت دى، دوى ته د تمريناتو اجازه نشته، خو دوى به څلور ورځې نور هم په تمه پاتې شي، تر څو د تمريناتو اجازه ترلاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د نومبر په ٢٤مه نېټه نيوزيلېنډ ته تللې وه او نن يې د کرنټين ١٠مه ورځ ده.

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ او همدا راز د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کېږي، چې لوبې به يې د دسمبر په ١٨مه نېټه پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: د ايرلېنډ په لوبډله موږ قوي يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې که څه هم د ايرلېنډ …