د قېس احمد په زړه پورې توپ اچونې او د دينيش چنديمل غوره توپوهنې په مټ د کولمبو کنګز لوبډلو د جافنا سټالينز لوبډلې ته د ٦ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او دريمه بريا يې هم په خپل نوم کړه.
د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ١١مه لوبه د جافنا سټالينز او کولمبو کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کولمبو کنګز پچه وګټله او لومړى يې د جافنا سټالينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې ونيندو هاسارنګا ٤١، اويشکا فرنانډو ٢٦، مينود بهانوکا ٢١ او تيسارا پريرا ١٨ منډې وکړې.
د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد زبردسته توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٣ اورونو کې د ٢٤ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز دوشمانتا ٢، انجيلو ميتيوز، ايسورو ادانا او انډري رسل ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٤٩ منډو هدف د کولمبو کنګز لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې د جافنا سټالينز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دوى له لوري دنيش چنديمل د ٢ شپږيزو او ٧ څلوريزو په مټ په ٥١ توپونو ٥٨ ناسوځېدلې، انډري رسل د ٣ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٠ توپونو ٣٢ او انجيلو ميتيوز ٢٢ منډې وکړې.
د جافنا سټالينز له لوري ونيندو هاسارنګا ٢، ويجاياکانت وياسکانت او چتورانګا ډي سلوا ١-١ ويکټې واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه دينيش چنديمل ته ورکړل شوه.
دا د جافنا سټالينز پنځه لوبه وه، چې له لومړۍ ماتې سره مخ شوه، سټالينز ٥ لوبو کې ٤ برياوې خپلې کړې دي او د ٨ نومرو سره په لومړي مقام کې ده، همدا راز کولمبو کنګز بيا په ٤مه لوبه کې ٣مه بريا خپله کړه او د ٦ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله شوه.
سبا د دسمبر په پنځمه نېټه به په لنکا پريمئير ليګ کې دوه لوبې ترسره شي. لومړۍ لوبه به د ډمبوله وايکينګ او ګال ګليډيټرز او دويمه لوبه به د کولمبو کنګز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.