کورپاڼه / خبرونه / رويندرا جډيجا د هند او اسټراليا پاتې سياليو څخه بهر شو
رويندرا جډيجا

رويندرا جډيجا د هند او اسټراليا پاتې سياليو څخه بهر شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى رويندرا جډيجا د اسټراليا پر وړاندې د پاتې نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه بهر شو، نوموړى نن په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ټپي شوى و.

د هند کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې د رويندرا جډيجا د پاتې سياليو څخه د بهر کېدو خبر ورکړى دى او ويلي يې دي، چې د هغه پر ځاى به د لوبډلې سره شردل ټاکر يو ځاى شي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې رويندرا جډيجا د اسټراليا پر وړاندې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې (چې نن په کانبرا کې ترسره شوه) د هندۍ لوبډلې د پاڼۍ په وروستيو کې په تندي باندې په توپ ولګېده، چې د ډاکټرانو تر کتلو وروسته غوراوي کمېټې پرېکړه وکړه، چې نوموړى به په پاتې سياليو کې نه لوبېږي.

دوى همدا راز زياته کړې ده، چې رويندرا جډيجا د BCCI د ډاکټرانو د ټيم تر څارنې لاندې دى، خو نوموړى به د اسټراليا پر وړاندې په پاتې شل اوريزو لوبو کې ونه لوبېږي او د هغه پر ځاى به شردل ټاکر د هند ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

د يادولو وړ ده چې نن (د دسمبر څلورمه نېټه) رويندرا جډيجا د اسټراليا پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د هندۍ لوبډلې په بريا کې يې مهمه برخه واخيسته. نوموړي د ١ شپږيزې او ٥ څلوريزو په مټ په ٢٣ توپونو ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې، تر کى ايل راهول وروسته دويم توپوهونکى و چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې.

هند د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې د اسټراليا لوبډلې ته د ١١ منډو په توپير ماتې ورکړه او په لوبلړۍ کې د ١-٠ سره مخکښه شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د دسمبر په ٦مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: د ايرلېنډ په لوبډله موږ قوي يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې که څه هم د ايرلېنډ …