کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / نن د چټک هندي توپوهونکي شيکر دهون کليزه ده، د هغه د ژوند او کيرير په اړه دلته ولولئ
شيکر دهون

نن د چټک هندي توپوهونکي شيکر دهون کليزه ده، د هغه د ژوند او کيرير په اړه دلته ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې (ګبر) شيکر دهون چې يو چټک توپوهونکى دى، نن ٣٥مه کليزه لمانځي. نوموړى په ١٩٨٥ کال کې د دسمبر په پنځمه نېټه په ډيلي کې زېږېدلى و.

شيکر دهون چې په ٢٠١٠ کال کې يې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې پيل کړي دي، په تېرو لس کلونو کې د کرکټ په نړۍ کې ډېر ريکارډونه هم په خپل نوم کړي دي.

هغه د هند پيليز توپوهونکى دى او چټکه توپوهنه ترسره کوي،. دا چپ لاسى توپوهونکى په اى پي ايل کې هم يو مخکښ توپوهونکى دى چې ډيلي کاپيټلز سره لوبېږي او په لومړي ځل يې په ٢٠٢٠ اى پي ايل کې دوه لوبو کې پرلپسې سليزې هم ووهلې.

شيکر دهون چې اوسمهال د اسټراليا پر وړاندې د هند لوبډله کې شامل دى، په درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې (٧٤، ٣٠، ١٦) منډې وکړې، خو په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې نوموړى يوازې په ١ منډه وسوځېده.

شيکر دهون

شيکر دهون د هند لپاره ٣٤ ټېسټ، ١٣٩ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې د ٤٠.٦١ په اوسط ٢٣١٥ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٩٠ منډې هم کړې دي. هغه ٧ سليزې او ٥ پنځوسيزې وهلي دي.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ٤٥.٠٢ په اوسط ٥٨٠٨ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٤٣ زياتې منډې کړې دي، ١٧ سليزې او ٣٠ پنځوسيزې يې وهلي دي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هغه د ٢٧.٨٧ په اوسط ١٥٨٩ منډې کړې دي، چې ٩٢ منډې يې په يوه لوبه کې زياتې منډې دي او ١٠ پنځوسيزې يې هم وهلي دي او ١٢٧.٧٣ يې سټرايک رېټ دى.

د دهون ريکارډونه:

نوموړي په لومړۍ ټېسټ لوبه کې چټکه سليزه وهلې وه، چې په ١٧٤ توپونو يې ١٨٧ منډې کړې وې.

په ٢٠١٥ نړيوال جام کې يې د هند له لوري تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې وې.

په ٢٠١٣ کال کې لومړنى هندى توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.

په ٢٠١٤ کالا کې ويسډن د کال غوره لوبغاړى ونوماوه.

لومړنى هندى توپوهونکى دى چې په ټېسټ لوبه کې يې د غرمې له ډوډۍ مخکې سليزه وهلې.

د هندي توپوهونکي په توګه يې په يو ورځنيو لوبو کې چټکې ١٠٠٠، ٢٠٠٠ او ٣٠٠٠ منډې ترلاسه کړې دي.

شيکر دهون

د اى سي سي چيمپينز ټرافۍ ٢٠١٣ او ٢٠١٧ کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

په اى سي سي ټورنمنټونو کې يې چټکې ١٠٠٠ منډې پوره کړي.

په ٢٠١٨ کال کې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نوموړي تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل کې لومړنى توپوهونکى شو چې دوه لوبو کې يې پرلپسې سليزې ووهلې.

واده او اولادونه:

شيکر دهون

شيکر دهون په ٢٠١٢ کال کې د عايشه مکرجي سره واده وکړ، چې نوموړې د اسټراليا د ميلبورن اوسېدونکې ده. د عايشه مکرجي دا دويم واده و، چې له لومړي خاوند څخه يې دوه اولادونه درلودل. په ٢٠١٤ کال کې د شيکر دهون زوى وزېږېده چې زورور نوم يې پرې کېښود او د دې تر څنګ يې د خپلې ښځې د لومړي خاوند دواړه لوڼې هم ساتلي دي، چې عاليه او ريا نومېږي.

دا هم ولولئ

دننجایا ډي سلوا ۳۰ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د سریلانکا لوبډلې مخکښ لوبغاړی دننجایا ډي سلوا د ۱۹۹۱ کال د سپتمبر په ۶ …