کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستانى لوبغاړى عامر وايي، نوين راته وويل خاينه ته بايد پنځه کاله بندي شوى واى
نوين الحق او محمد عامر

پاکستانى لوبغاړى عامر وايي، نوين راته وويل خاينه ته بايد پنځه کاله بندي شوى واى

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى محمد عامر چې څو ورځې وړاندې يې په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق سره شخړه وکړه، اوس يې نوې خبرې کړې دي.

محمد عامر وايي، چې ما نوين الحق ته د لوبې پر مهال هېڅ نه و ويلي او نه مې هم د هغه هېواد ته سپکاوى کړى و، خو نوين الحق هڅه کوله چې ما غصه کړي.

د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز ترمنځ په لوبه کې د نوين الحق او محمد عامر شخړه، چې د لوبې په پاى کې پکې شاهد اپريدي هم ګډون وکړ، ويډيوګانې يې ډېرې لاس په لاس شوې.

له يادې لوبې وروسته محمد عامر په يوه مرکه کې وويل، چې نوين الحق ځوان لوبغاړى دى او کله چې پرې ما شپږيزه ووهله، نو غصه شو.

خو تازه محمد عامر له يوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي، چې نوين الحق ماته د لوبې پر مهال وويل، چې ته خاين يې او ته بايد پنځه کاله بندي شوى واى.

هغه وايي، چې ما نوين الحق ته هېڅ بده خبره نه ده کړې او نوين الحق چې څه وايي، درواغ وايي.

د يادولو وړ ده چې نوين الحق د شاهد اپريدي ټويټ ته په ځواب کې ليکلي و، چې کرکټ د ښاغلو لوبه ده، خو کله چې يو څوک ستا په خلکو پسې خوله پرانيزي، نو بيا هېڅوک هم غلى نه کېني.

محمد عامر چې په نړيوالو لوبو کې يې فساد کړى و، د پنځه کلونو لپاره پرې د هر ډول کرکټ بندېز لګېدلى و، د هغه له خبرو په واضحه ډول ښکاري، چې درواغ وايي، ځکه اول يې په خپلو خبرو کې يو څه ويل، خو اوس چې کله نوين الحق هر څه روښانه کړل، نو يې په نوين الحق هم تور پورې کړ او خپلې پخوانۍ خبرې يې هم بدلې کړې.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز په ټي ټين لیګ کې تر ټولو مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز چې …